د افغانستان له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې د اسيا جام د مقدماتي سياليو په لړ کې فليپين ته ۸ پر صفر ماته ورکړه.

د هېواد له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام ته د لار موندنې په مقدماتي سیالیو کې نن د فلیپین هېواد پر وړاندې لوبه وګټله.

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې روزونکي الیاس منوچهر ټولو هېوادوالو ته د دې بریا مبارکي ویلي او ویلي یې دي، افغان لوبغاړو یوه ښه لوبه وکړه او ویې کولای شول چې د فیلیپین پیاوړې ملي لوبډلې ته ۸ پر صفر ماتې ورکړي.

په دې لوبه کې وارث شیرزي، ارش احمدي، نوید محبوبي، یاسر صافي، جاوېد ابراهیمي او ساحل سروري د افغانستان په ګټه ګولونه ووهل.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله په B ګروپ کې د بنګله‌دیش، کمبودیا، فلیپین او مکایو هېوادونو له ملي ټیمونو سره ده او دغه سیالۍ د روانې مېلادي میاشتې په ۱۷مه پیل او تر ۲۷مې‎ به د کمبودیا هیواد په کوربه توب دوام وکړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله خپله دویمه لوبه راتلونګې چهارشنبه (د کتوبر ۲۳مه) د مکایو پر وړاندې ترسره کړي.

Views: 8