د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، په دغه ښار کې د پاکستاني پولیسو له بنده د ماشومانو په ګډون ۱۵ افغان کډوال خوشي شول.

په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د جنرال‌ قونسل په هڅو د پاکستان د کراچۍ ښار د مچکو حوزې د پولیسو له بنده د ماشومانو په ګډون ۱۵ افغانان ازاد شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه افغانان چې لس کسانو یې د کډوالۍ کارتونه درلودل او پنځو نورو یې قانوني اسناد نه درلودل، له دې مخکې چې زندان ته ولېږدول شي، د پر وخت هڅو په پایله کې د پولیسو له بنده خوشې او له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.

Views: 8