پلان شوې چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په ګډون د اتو هېوادونو ترمنځ د ځوانانو «ایمرجېنګ»  اسیا جام شل‌اوریزې سیالۍ سبا په عمان کې پیل شي.

په دغو سیالیو کې اته لوبډلې ګډون کوي چې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

دغه راز، د یادو سیالیو په A ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ‌کانګ او په B ګروپ کې د هند، پاکستان، عربي متحده اماراتو او عمان لوبډلې لوبېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د ځوانانو اسیا جام سیالۍ سبا (د جمعې ورځ) په عمان کې پیلېږي.

کرکټ بورډ ویلي، په دغو سیالیو کې به افغان ابدالیان لوبډله خپله لومړۍ لوبه سبا ماښام شپږ بجې له سریلانکا سره، دویمه به د اکټوبر په ۲۰مه له بنګله‌دېش او درېیمه به سیالي د همدې میاشتې په ۲۲مه له هانګ‌کانګ سره ترسره کړي.

د کرکټ بورډ معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ به له سټار سپورټ، اې‌.ار‌.وای ټلوېزیوني او د «Fancode» ډیجیټلي شبکو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د یادونې ده، له دې مخکې افغان ابدالیان لوبډلې د هانګ‌کانګ او عمان له لوبډلو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي ګټلې وه.

Views: 19