د ایران د بشري حقونو سازمان «حال‌وش» ویلي، د ایران سرحدي ځواکونو د کلګان په سرحدي سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړي چې غوښتیل یې ایران ته ولاړ شي.

سرچینې د دوو عیني شاهدانو په حواله ویلي چې د وژل شوو شمېر ۲۶۰ تنه دی.

خو په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي، پر افغان کډوالو د ډزو د راپورونو په تړاو ویلي، د هغه پلټنې ښیی چې د سراوان په سرحد کې د لسګونه ناقانونه کسانو د وژلو په تړاو راپورونه حقیقت نه‌لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي‎: «نن چې په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمير افغانانو د شهادت او زخمي کيدو په اړه ځينې ګنګوسې خپرېږي، په دې اړه د دوی بيلابيل ارګانونه او دیپلوماتیکې استازولۍ پلټنې او تحقيقات کوي.»
ده لیکلي، دا چې د پیښې سیمه له هیواده بهر ښودل کیږي، تر اوسه معلومات نه دي کره شوي او د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کي لازم تصميم ونيول شي.

Views: 35