د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډلې او هانګ‌کانګ ترمنځ پای‌لوبه د دوامداره ورښت له امله لغوه شوه خو د دوو لوبو په ګټلو او ډېرو نومرو په ترلاسه کولو سره افغان لوبډله اتله اعلان شوه.

ټاکل شوې وه چې نن ماسپښین یوه نیمه بجه د افغانستان د الف لوبډلې او هانګ کانګ ترمنځ د درې اړخیزه سیالیو پای لوبه ترسره شوې وای.

خو د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د الف لوبډلې (افغان ابدالیان) او هانګ کانګ ترمنځ د درې اړخېزې لوبلړۍ پای‌لوبه د دوامداره ورښت له امله لغوه شوه چې له دې سره افغان لوبډله د دوو سیالیو په ګټلو او ډېرو نومرو ترلاسه کولو سره د دغو سیالیو اتله لوبډله اعلان شوه.

همدارنګه د افغانستان، هانګ‌کانګ او عمان ترمنځ دغه درې اړخیزه لوبلړۍ د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۲مه په عمان کې پیل شوې وه.

دغه راز، په دغو سیالیو کې د افغانستان او هانګ‌کانګ لوبډلو وکولای شول پای‌لوبې ته لار پیدا کړي.

د یادولو ده، د افغانستان کرکټ الف لوبډله به له یادو درې اړخیزو سیالیو وروسته په عمان کې د ترسره کېدونکي ایمرجېنګ جام سیالیو کې هم ګډون وکړي چې د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۸مه پیلېږي.

 

Views: 13