په جرمني کې افغان محصله صفیه حسني چې په ۷ ژبو خبرې کولای شي

اکتوبر 15, 2024

«بریالۍ څېرې» خپرونه کې مو دا ځل په جرمني کې افغان محصله صفیه حسني مېلمنه ده.

صفیه حسني په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په کابل ښار کې زېزیدلې ده، ۳ کلنه وه چې له افغانستانه د چک جمهوریت ته کډواله شوه.

لومړنۍ او منځنۍ زده‌کړې یې تر نهم ټولګي پورې د چک په جمهوریت کې کړې دي، وروسته یې کورنۍ جرمني تللې او په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په دغه هېواد کې له کالجه فارغه شوې ده.

که په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې دي خو حسني د ازموینې له لارې په خپله وړتیا د لندن ښاري پوهنتون (Queen Mary University of London) د حقوقو پوهنځي ته بریالۍ شوې ده .

صفیې یاد پوهنځی د دې لپاره انتخاب کړی چې د افغانستان د ښځو او ماشومانو د حقونو ترلاسه کولو په موخه د مبارزې لپاره خپله علمي کچه لوړه کړي.

هغه د ښځو او ماشومانو د حقونو فعاله ده او د افغانستان د ماشومانو غږ وچتولو لپاره یې د ملګرو ملتونو په مهمو کنفرانسونو کې ګډون کړی دی .

نوموړې په پښتو، دري، انگلیسي، چکي، الماني، سلواکي او هسپانوي ژبو روانې خبرې کولای شي.

Views: 125