د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په کچه ۳۲۲۸ کسان د نس‌ناستي پر ناروغۍ اخته شوي چې د تېرو اونیو په پرتله ۱۱،۷ سلنه کموالی ښيي.

د روغتیا نړۍوال سازمان نن په یوه راپور کې ویلي، په تېره یوه اونۍ کې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال (سپټمبر له ۲۹ د اکټوبر تر ۵ مې) د افغانستان په ۱۷۹ ولسوالیو کې ۳۲۲۸ کسان د نس‌ناستي پر ناروغۍ اخته شوي دي.

په راپور کې راغلي چې دا شمېر د تېرو اونیو په پرتله ۱۱،۷ سلنه کموالی ښيي.

دغه‌راز، په راپور کې ویل شوي چې د دوو نجونو په ګډون تر پنځو کلونو کم‌عمره درې ماشومانو د دغې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی او د مرګ دا شمېرې په بدخشان او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د یاد سازمان د راپور د معلوماتو له مخې، د نس‌ناستي تر ټولو لوړه کچه په پکتیا، نیمروز، لوګر او کابل ولایتونو کې وه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تراوسه د ډبلیواېچ‌او د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي

 

Views: 11