د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ الف (افغان ابدالیان) لوبډلې په درې اړخیزه سیالیو کې عمان ته په ماتې ورکولو سره د دغو لوبو پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ابدالیان لوبډلې له یوې هر اړخیزه لوبې وروسته د کوربه هېواد عمان لوبډلې ته د ۴۴ منډو په توپیر ماته ورکړه او د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبې ته یې لار ومونده.

د نننۍ لوبې پچه د عمان لوبډلې وګټله او د افغانستان پر وړاندې یې لومړۍ د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

په دغه سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو شل اورونو کې یې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۱ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې دروېش رسولي ۱۰۹ منډې، کریم جنت ۶۰ او شاهدالله کمال ۲۲ منډې وکړې.

په مقابل کې د عمان لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۶۷ منډې وکړې او د ۴۴ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.

د یادولو ده، افغان لوبډلې پرون هم په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ‌کانګ ته ماتې ورکړې وه.

 

Views: 15