د امریکا پولیسو اعلان کړی چې د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند ډونالډ ټرمپ د وژلو درېیمه احتمالي هڅه یې شنډه کړې ده.
سيبياېس ۱۷ د امریکا پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د کلیفورنیا په سوېل کې د ډونالډ ټرمپ ټاکنیز دفتر د تلاشۍ ساحې ته نږدې یو کس له یو میل وسلې، مهماتو او څو جعلي پاسپورټونو سره نیول شوی دی.
د پولیسو یوه چارواکي ویلي، شکمن کس د لاس ویګاس اوسېدونکی او ۴۹ کلن دی.
د پولیسو په بیانه کې راغلي: «دې پېښې د ټرمپ یا په غونډه کې د ګډون کوونکو پر امنیت هيڅ اغېز نه دی کړی او ټرمپ لا غونډې ته نه و رسېدلی چې مشکوک کس ونیول شو.»
د ډونالډ ټرمپ ټاکنیز دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې دا د ډونالډ ټرمپ د وژلو لپاره درېیمه هڅه ده.
پر ډونالډ ټرمپ د روان کال په جولای کې هم برید شوی و او د غوږ په برخه کې ټپي شوی و.
Views: 5