د خیبر د پښتنو قامي جرګې پرېکړه کړې چې په دوو میاشتو کې دې د پاکستان پوځ او ټولې وسلهوالې ډلې د پښتونخوا له خاورې ووځي او د ډیورنډ پر کرښه دې د پخوا په څېر له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ پيل شي.
دغه جرګه وړمه ورځ مازدیګر مهال د خیبر پښتونخوا په خیبر سیمه کې د زرګونو خلکو په ګډون پيل شوه.
ټاکل شوې وه یاده جرګه د تلې په ۲۰مه پیل شي خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه ویډیو پیغام کې وویل چې په تېرو څو ورځو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا خیبر کې جرګې ته د چمتووالي پر هڅو او انتظامي چارو د پرلهپسې بریدونو، وسایلو او خېمو سوځولو او اجازې نه ورکولو له امله جرګه پر خپل وخت او ترتیب پيل نه شوه.
تېره شپه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له لوري د یادې جرګې وروستۍ پایلې او پرېکړهلیک اعلان شو.
پښتین وویل: «جرګې پرېکړه کړې چې په دوو مياشتو کې به د پاکستان پوځ، طالبانو (ټيټيپي) او داعش په ګډون ټولې وسلهوالې ډلې زموږ له خاورې وځي، که چېرې امن خرابوونکي قوتونه ونه وتل بيا به جرګه خپل بندوبست کوي چې څنګه له دې خاورې او وطنه موږ هر هغه قوت ايستلی شو چې پر دې خاوره جنګ جوړوي.»
هغه زیاته کړې: «جرګې پرېکړه وکړه چې پر ډيورنډ کرښه څومره هم د تګ راتګ او تجارت دروازې دي، له ۱۹۸۳ نيولې تر ۲۰۱۰ کال پورې په کومو قوانينو چې پښتنو افغانانو ته د تګ راتګ اجازه درلوده، له پاسپورټ او ويزې پرته به هغه بيا په حال کېږي.»
د ده په وینا، که چېرې دا پرېکړه عملي نه شي پر “ډيورنډ کرښه د کسټم يا پيسو ټولولو” دفترونو مخې ته جرګه پرلت کوي او هغه به بندوي.
پښتین وویل، د جرګې د پرېکړې له مخې باید د بېځایه شوو وګړو کورونه بېرته ورغول شي او خپلو ځایونو ته ستانه شي او د پښتنو ټول سیاسي بنديان دې خوشي کړل شي.
منظور پښتن دغه راز زیاته کړه، دوی غوښتنه کوي چې بر وطن [افغانستان] کې نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړل شي.
د هغه په خبره، جرګې پرېکړه وکړه چي د پښتنو ترمنځ د قبایلي شخړو او قومي اختلافاتو د حل لپاره به يوه ځانګړې جرګه جوړیږي، دا جرګه به ټولو ضلعو ته ځي، په ځانګړي ډول کورمي ته او هلته به د جنګبندۍ پرېکړې کوي.
منظور پښتين وويل: «بجلۍ [برېښنا] د پښتون وطن پيداوار دی، په قبايلي سيمو کې اعلان دا دی چې دا به مفته وي خو دا په دې معنا نه ده چې بجلي به نه وي؛ د پښتنو په نورو سيمو کې دوی پر يوه يونټ له ۶۰ ډېرې روپۍ اخلي، اوس جرګې پرېکړه وکړه چې له نن ورځې پس به هيڅوک پر يوه يونټ تر ۵ زياتې روپۍ نه ورکوي.»
پښتین وایي: «جرګې پرېکړه وکړه چې د دې وطن د شهيدانو لپاره د دې وطن د لادرکه، لاپته خلکو لپاره او د دې خاورې په ځمکه چې کومې قبضې شوې، د هغو لپاره به په شريکه د پښتون وطن نماينده وکيلان راټولوي، په نړۍوالو محکمو او هم دلته په عدالتونو کې به په ګډه دا جرګه وکالت کوي.»
منظور پښتين وويل، د دې جرګې د پرېکړو عملي کولو لپاره به د هرې ضلعې او هر ګوند څخه درې درې زره ځوانان چې ټول ۲۴۰ زره کېږي، په غير مسلح او پر امن طريقې سره پر خپله خاوره د مسايلو حل لټوي.
راپور کې د پښتین له قوله راغلي: «جرګې پرېکړه وکړه د ۸۰ کسانو کمېټه چې د ټولو ضلعو استازي په کې دي، د ټولو وسايلو معلومات راټولوي، کوم وسايل چې د ملت په ګټه وي، هغه به پرېږدي، په کومو وسايلو چې څوک غاصب شوي هغه به بندوي.»
Views: 12