د پښتون ژغورنې غورځنګ ناسته او قومي جرګه

م-س احمدزی
اکتوبر 12, 2024

په کوزې پښتونخوا کې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال د اکتوبر د ۱۱ پښتون ژغورنې غورځنګ ناسته او قومي جرګه که څه هم د نړیوالو قوانیونو له مخې موږ ته د کوم حقوقي او قانوني التزام او تاثیراتو لرونکی نه ده او پرته له یوه اخلاقي، سیاسي او د خلکو د غږ د اوریدو په عنوان چی ولسواکه دولتونه ورته پام کوي په هیچا کوم الزامي تاثیرات نه لري.

دا غونډه د خلکو د غږ د اوریدو او د دوی د اساسي او بنسټیزو حقونو د ورکړې او اخستنې په لار کې یوه خورا مهمه ناسته ده چې ممکن وکړای شی د پاکستانی دولت او د دوی د دولتی استبلشمنټ پام د دغی سیمی د محرومو خلکو حقونو ته ورواړوي او له هغو ناروا کړنو چې د دوی له لوري د دغې سیمو د قبایلي پښتنو او بلوڅو قامونو په حق کې ترسره کړي دی لاس په سر شي او یا خپله تګلاره بدله کړی او د همدی جرګې او ناستې په پایله کې د دوی غوښتنو ته لبیک وویل شي او د هغو سترو ظلمونو، نارواو او تاړاکونو چې دوی له دغو سیمو او خلکو سره ترسره کړي دي د مداوا په نوم د دې جرګې غوښتنی ومني او همدا یی پایله وي اما د دې امکانات هم خورا ډېر کم لیدل کېږي.

دلته یوه بله خورا د پام وړ موضوع داده چې ترڅو چې دغه ناسته پایته رسیږي او کومې پریکړې ته رسیږي او د یوې رسمي اعلامیې له لارې دغه پریکړې اعلانوي د افغانستان اوسني حاکم نظام باید له خورا غور او دقت نه کار واخلي او د دغی ناستي د پریکړو د رد او قبول په اړه داسې خبره مطرح نه کړي چې په راتلونکی کی زموږ د هیواد په خلاف ترې د یوه داسې اخلاقي دلیل او برهان په عنوان کار واخستل شي چې زموږ د دغې سیمې او جغرافیي د مالکیت مدعا پری کمزورې شي بلکې په لمړی سر کې یواځې د حکومت دنده ده چې له دغو خلکو څخه د دیني، سیاسي، اخلاقي او دیپلوماتیکو بریدونو پورې د ملاتړ خبره وکړي ځکه د ملت غوڅ اکثریت د دغو خلکو ترشا د ودریدو غوښتنه لري که څه هم حاکم رژیم دری کاله وشول چې په هېواد کی د میرمنو د زده کړو او کار غوښتنی ته پام نه دی کړی ولی دا جرګه او ترې د خلکو ملاتړ د یوه تاریخي رسالت په استدلال خورا ډیر د ارزښت وړ دی اما تر اوسه په تاسف سره ویلی شو چی حاکم رژیم په دی اړه هم خورا ډیره معنی لرونکی موقف خپل کړی دی او په دې اړه بیخی غلی او چپ دی،  بیا هم حاکم رژیم باید دغو خلکو د بنسټیزو حقونو د ترلاسه کولو تر بریده د یوه مشروط او محتاط ملاتړ تر بریده مخته ولاړ شی او تر هغې منتظر پاتې شي چې د دغې ناستې وروستی اعلامیه خپره شی او همدغه اعلامیی ته په کتو حکومت بیا خپل دریځ او موقف اعلان کړی او دې موضوع ته خورا ډیر پام وکړی او له تاریخی، سیاسی، جغرافیوی پلوه او نړیوالو معیارونو او نورمونونو ته په کتو او په تیر کی زموږ د هیواد د ملي دریځ چی د دغې سیمې او خاوری په اړه یی لرلی دی واضح او روڼ موقف ونیسي.

د پښتون ژغورني غورځنګ بیانیه او دریځ اوس دا دی چې دوی په خپله خاوره خپل اختیار غواړي او دا واک او اختیار د میشت هېواد د اساسي قانون په چوکاټ کې غواړي کوم چې له هغه خوش باوري سره چې د دوی او د دوی د دریځ په اړه یې ډېر افغانان لري خورا متفاوت دریځ دی ځکه دوی د غورځنګ په ډېرو ناستو کې د عدم تشدد او د دوي په قول د ایین پاکستان په چوکاټ کی دننه له خپلو سیمو د پاکستانی نظامي وسلوالو وتلو، د سیمي په طبیعي منابعو د دوی د واک، په سیمه کی د شته ماینونو د پاکولو، له سیمه ایزو طالبانو سره د پاکستانی استخباراتی ادارو د دوه مخې پالیسي د له مینځه وړلو، له سیمې څخه د کډه شویو خلکو د بیرته ستنیدو  او میشتیدو ، په سیمه کې د پاکستاني سرتیرو د نظامی کړنو او عملیاتو بندیدل  او د خپلو نورو اساسي حقونو د ترلاسه کولو غوښتنی لری او په همدی اکتفا کوی.

د افغانستان نزدی ټول وګړی که څه هم په موقت ډول په افغانستان کې میشت هم نه دی او نورو هېوادونو کی اوسیږي د دغه غورځنګ په اړه له حده ډیر خوشبین او خوش باوره دي او طمعه لري چې دغه غورځنګ به د لوی افغانستان د جوړېدو په لار کی یوه ستره لاسته راوړنه وي او د دې په طمعه دي چې دغه غورځنګ به د خپل ستر دریځ برخلاف د لوی افغانستان او یا هم د یوه مستقل او خپلواک پښتونستان په اجنډا سره یو شي او له پاکستانه به د خپلواکی غږ پورته کړی، زما په باور د داسې کیدو امکان خورا کم دی او که ووایم دغه غورځنګ د دوی تیرو دریځونو ته په کتو  بیخی د دی اراده نه لري چې داسې کړنه دې ترسره کړي او موږ هم واقعیتونو ته په کتو له دغه غورځنګه د داسې سترې کړنې د ترسره کولو هیله ونه لرو،  ځکه سیمې او هېوادونه هلته خپلواکي او ازادي ته لاسرۍ پیدا کوي چې قربانیو ته چمتو وي او د عدم تشدد په تګلاره عمل د کوم قوم او ملت لپاره د خپلواکي زیری له ځانه سره نه دی راوړی.

د دې په اړه دا یادونه هم خورا ډېره د اهمیت او ارزښت وړ ده چې د خپلواکی د اعلان په صورت کی به د افغانستان موقف او دریځ څه وي خورا ډیره په زړه پورې خبره ده د کومې کړنې طمعه چې دغه غورځنګ څخه نشي کېدای ولې د فرضیي په توګه که داسې کړنه ترسره شي نو دا موضوع به خورا زړه راښکونکې وي چې د افغانستان، سیمي او نړۍ د هېوادونو دریځونه به څه وي!

دلته یوه بله خبره هم خورا د ارزښت وړه ده چې یادونه یی وکړو او هغه دا چې زموږ سیاسي قشر او د تیر جمهوریت د سیاسي زعامت یوه ستره برخه دغه غورځنک ته په ځانګړی ډول د دوه دلایلو له مخې هیله مندي لري او وایي چې که دغه خوځښت یا غورځنګ د لوی افغانستان د جوړېدو او د ډیورنډ د کرغیړنی کرښې د له منځه تلو لامل وګرځي نو خورا ستره تاریخي سوبه به ترلاسه شوي وي او که د دغه ستر ارمان د پوره کیدو لامل هم نشي او د پاکستان اسټبلشمنټ ته یو لوی سرخوږۍ جوړکړي نو دا به هم یوه لاسته راوړنه وي او د ډیورنډ د داعیي د خړوبیدو  یوه نوې هڅه به وي او له سیاسي او دیپلوماتیک پلوه به د نړیوال سټیج لپاره داسي دلیل وي چې موږ به پرې د خلکو د غوښتنو او تاریخي مالکیت د دعوی د صحت لپاره استدلال کوو چې د سیمي خلک له خپلې تاریخي جغرافیي او خلکو سره د یو ځای کېدو پریکړه کړې ده او که دا پریکړه چاته د منلو وړ نه وي نو اوسني نړیوال پرنیسیبونه او اوصول خلکو ته حق ورکوي چې د خپل راتلونکی په اړه د یوې ازادی او خپلواکی ټول پوښتنې په ترڅ کې خپله پریکړه ترسره کړي او دغی پریکړې ته باید درناوی وشي.

د همدې سیاسي قشر په باور که د لوی افغانستان د جوړیدو خبره هیره کړو او هلته د جرګې خلک د آزاد پښتونستان غوښتنه وکړي نو هم به د پنجابي استعمار او واکداري د کمېدو او او له ضرر او تاوان سره د مخ کیدو له حالت سره مخ وي او دا به یی د سیاسي ثبات لپاره ستره ضربه وي او هم به د ارضي تمامیت له لاسه ورکولو له یوه داسې ستر ګواښ سره مخ وي چې د دوی سیاسي او نظامي نهادونه او بنسټونه به د مورال د کمی له بحران سره مخ کړي او هم به د یوه ستر نظامي او ماي کړکیچ سره مخ شي.

دغو پورته لاملونو او ننګونو ته چې پاکستاني اسټبلشمنټ او د دوی دیپلوماتیک چینلونه ورته ځانګړې توجه لري، دې ته په کتو د پاکستان دولت د حفظ ما تقدم په توګه دغه غورځنګ غیر قانونی(OUT LAW) اعلان کړ چې د جرګې د پریکړو سره د اختلاف په صورت کې د دې استدلال او منطق له ځان سره ولري چې دا د یوه غیر قانوني اعلان شوي بنسټ پریکړه ده او دولت یې په منلو کوم حقوقي او قانوني مسولیت او التزام نه لري او د دې سره سره که چیرته دغه غورځنګ د جرګې او ناستې په پای کې داسې کړنې او پریکړی وکړي چې د دغه هیواد د سیاسي قشر په نظر د هېواد د ملي امنیت او ملی ګټو پر خلاف پریکړی وی نو دوی وکړاي شي چې له مخکی څخه د اعلان شوی کالعدم یا غیر قانونی بنسټ او غورځنګ په عنوان یی پر خلاف هرډول کړنې چې د دوی په باور د دغه غورځنګ د ځپلو او ټکولو لامل وګرځي ترسره کړي او دغه غورځنګ په خلاف هر ډول سیاسي او نظامي اقدامات ترسره کړي.

موږ د هېواد د یوې جلا شوۍ د برخې د بیرته اخستلو د مسولینو او ورثانو په توګه د تاریخ په دې خورا مهم پړاو کې د ځانګړی سیاسي تدبر، اخلاص، پام، هېوادنۍ مینې، تاریخي او سیاسي مسولیت مننې او د هېواد د مات شوی وزر د کوشیر کېدو دنده او مسولیت په غاړه لرو او له داسی کړنو، ویناو او لیکنو سره چې زموږ د داعیې او دعوی ګټو ته ضرر رسوي باید ځان وساتو.

موږ د دغه غورځنګ په لاس د ډیورند د کشالې د حل په اړه  د هر ډول بیعت کولو چاره دوی ته په لاس ورنکړو او دا حق له ځان سره خوندي وساتو وې تر هر ممکن بریده په ځانګړی انداز کی له دوی مالي، سیاسي، اخلاقي، دیني، دیپلوماتیک او بل هر ډول مرسته دریغ نه کړو بلکې کلک ملاتړ یې وکړو ولی د دوی کړنې او پریکړې پرځان الزامی ونه منو او دا کړنه یواځی د دوی کړنه وګڼو ځکه د دوی کړنې زموږ د هېواد او خلکو د کړنو او پریکړو استازولی نشی کولی او موږ د دغی سیمې چې دوی په کی میشت دي مالکانه حق لرونکی لوری یو او دوی راسره د مشترکو وجوهاتو، تاریخ، ګډو ګټو ، ویاړونو او روښانه راتلونکې په برخه کې د سفر ګډ شریکان ګڼو.

که دوی د دې ارمانونو د ترسره کولو په لار کې زموږ څخه متفاوت او بیل دریځ لري موږ یې له تاریخي او سیاسي لورې په هیڅ ډول د پریکړو د منلو مسولیت او الزامیت نه منو بلکې د سیمې او جغرافیې د وارثانو په عنوان موږ د دې حق له ځانه سره خوندي ساتو چې په دې اړه زموږ ملت او خلک یوه پریکړه وکړي او دا پریکړې ضروری نه دي چې نن، سبا یا ډیر نزدی راتلونکې کې وي بلکې موږ د یوه ملت په عنوان دا حق او امتیاز هم له ځانه سره خوندي ساتو چې په مناسب وخت او ځای کې د دې موضوع په اړه په ازادانه او خپلواکه توګه پریکړه ترسره کړو او خپل له لاسه ورکړی حق بیرته ترلاسه کړو.

 

دغه لیکنه د لیکوال د نظر ښکارندوی ده، وصال ټلوېزیون یې پر وړاندې کوم مسوولیت نه لري.

 

Views: 30

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi