رسنیو راپور ورکړی چې د قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون عربي هېوادونو له امریکا غوښتي چې د ایران پر نفتي زېرمو د اسرائیل د احتمالي برید مخنیوی وکړي.
تېره اونۍ ایران ۲۰۰ بالسټیک توغندي پر اسرائیل وویشتل، له برید وروسته اسرائیل ګواښ وکړ چې ایران به «سخت تاوان» ورکړي خو تهران ویلي چې د غچ اخیستو هر ډول اقدام به له ویجاړوونکي غبرګون سره مخ شي.
رویټرز د یادو درېیو عربي سرچینو له قوله راپور ورکړی، یاد هېوادونه اندېښمن دي چې که اسرائیل د ایران پر نفتي زېرمو برید وکړي، نو د دغه هېواد «ملاتړې ډلې» به په ځواب کې د یادو عربي هېوادونو پر نفتي زېرمو برید وکړي.
د راپورونو له مخې، عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر اسرائیل ته اجازه نه ده ورکړې چې پر ایران د احتمالي برید لپاره د دغو هېوادونو له هوايي حریم څخه ګټه پورته کړي او د یادې موضوع په اړه یې واشنګټن ته هم خبر ورکړی دی.
د عربي هېوادونو دا اندېښنې داسې حال کې مطرح کېږي چې مخکې له دې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وو، پر اسرائیل د ایران د وروستي برید په غبرګون کې د ایران پر نفتي زېرمو د اسرائیل د احتمالي برید خبرې اترې روانې دي.
Views: 5