غاټول کلتوري خپرونه – په کاناډا کې افغان هنرمند مشفق هاشمي

اکتوبر 10, 2024

د کاناډا په پلازمېنه اوټاوا کې د افغان هنرمند مشفق هاشمي هنري ښوونځي ته ورغلي یو؛ نوموړی له تېرو دوو لسیزو راهیسې دغلته ځوانانو ته د موسیقۍ پر زده‌کړه بوخت دی، نوموړی نه یوازې موسیقار، بلکې یو تکړه خطاط او رسام هم دی.

د غاټول لومړۍ خپرونه مو له نوموړي سره بحث او خبرو ته ځانګړې کړې؛ په دې خپرونه کې هغه د خپل هنري ژوند، تجربو، لاسته‌راوړنو او دغه راز خطاطۍ او رسامۍ د ښکلو اثارو په اړه خبرې کړې دي.

هاشمي په ۱۲ ژبو سندرې وايي او د دې خپرونې په لړ کې یې په خپل خوږ غږ کې له موسیقي سره سندرې او قوالي هم ویلې چې په اورېدو به مو هنري تنده ورسره خړوبه شي.

په ټوله کې دا خپرونه د مشفق هاشمي د هنري ژوند، موسیقۍ، خطاطۍ او رسامۍ پر بېلابېلو اړخونو رڼا اچوي.

بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوتیوب پاڼه کتلای شئ

Views: 15