د افغانستان پر ثبات د قوم، ملت او دولت اغیز

اکتوبر 10, 2024

افغانستان یو کثیر القومي هېواد بلل کیږي چې د ډېرو په باور دغو قومونو د افغانستان د اوسنی سیاسي جغرافېې له سیاسي ثبات سره مرسته کړې او د یوه ملت په توګه یې په څه باندې یوه پیړۍ کې یې څو لویو قدرتونو ته ماتې ورکړه. خو له دې هرڅه سره سره یوشمیر مشخصې کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان ټول سیاسي کړکیچ ته قومي رنګ ورکړي. دغه قومي ټیکداران او د دوی مجازي نړۍ پلویان  د داسې روایت د رامنځ ته کولو لاس په کار شوي چې د قوم په ټکټ راتلونکي سیاسي میدان کې لوبیدو ته ځانونه اماده کړي. دوی د افغانستان ټولې سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې په پښتنو ور تپي او ادعا کوي چې ګواکې دوی بې واکه دي او د دوی کم واکي د افغانستان د بې ثباتۍ لامل شوې ده.

ایا رښتیا د افغانستان سیاسي ستونزې قومي بڼه لري؟ ایا په افغانستان کې قومونه په خپلو کې ستونزې لري؟

که یې نه لري، ولې دغه کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان بې ثباتۍ ته قومي رنګ او بوی ورکوي؟

له استاد ډاکټر محمدعثمان تره‌کي سره مو پر همدې موضوع بحث کړی چې پام مو ورته راړوو.

Views: 15