راپورونه وايي چې دا مریکا په فلورېډا ایالت کې د «مېلټن» په نوم د توپان له امله شاوخوا دوه میلیون کسانو ته د خپلو کورونو د پرېښودو او خوندي ځای ته د تلو امر شوی دی.
اوسمهال په فلورېډا کې د کورونو د تخلیې کمسارې لړۍ پیل شوې او د امریکا ولسمشر جو بایډن دا تخلیه د مرګ او ژوند تر منځ د غوراوي یوه هڅه بللې.
امریکا کې چارواکو ویلي، د هوریکان مېلټن سمندري توپان تر ټولو د ډېر ګواښ وړاندوینه د فلورېډا لویډیځه غاړه (ټمپه سیمه) کې شوې ده.
د دغه توپان چټکتیا په ساعت کې ۲۷۰ کېلومتره بلل شوې او د پنځمې درجې توپان بلل شوی، په دې مانا چې چټک بادونه او څپې یې په لنډ وخت کې ډېر زیان اړولی شي.
امریکا کې د یوې میاشتې په موده کې دا د سمندري توپان دویمه زوروره څپه ده، له دې دوه اوونۍ مخکې د «هوریکان هېلن» په نوم سمندري څپو په فلورېډا، جورجیا، سوېلي کارولینا، ویرجینیا او شمالي کارولینا کې لږ تر لږه ۲۲۵ کسان وژلي وو.
په همدې مهال، د فلورېډا یو شمېر اوسېدونکو بيبيسي ته ویلي، د توپان له امله د وتلو سپارښتنه ناوخته ور رسېدلې او اوس ناوخته دی چې له کورونو ووځي، دوی شکایت کړی چې په سیمه کې د هټيو تړلو یې ژوند لا له ګواښ سره مخ کړی دی.
په ورته مهال، د فلورېډا ایالت په زندانونو کې بندي زرګونه مجرمین هم نورو سیمو ته لېږدول شوي، د امریکا د اصلاحاتو مرکزي ادارې تر دې دمه په خوندي ډول د څه کم ۵۰۰۰ بندیانو د لېږد پخلی کړی دی.
Views: 9