په کاناډا کې د کډوالو لپاره د سفر اسناد

عصمت تره‌‌کی
جولای 19, 2023

د موضوع پېژندنه:

که څه هم سفر د هر انسان یو مشروع حق دی، خو کله چې تاسو په کاناډا کې د پناه‌غوښتنې غوښتنلیک ورکوئ، نو د څه مودې لپاره به خپل دغه حق له لاسه ورکړئ. د پناه‌غوښتنې پروسې د شرایطو له مخې به تاسو تر هغه وخته له کاناډا څخه د وتلو اجازه ونه لرئ، څو چې د پناه‌غوښتنې د کېس په اړه مو اړونده اداره پرېکړه و نه‌کړي. د پناه‌غوښتنې پروسه ګڼ پړاوونه لري، خو تر ټولو لومړی تاسو ته د «Refugee Claimant» حالت در کول کېږي؛ بیا په ترتیب سره تاسو ته د « Conventional Refugee» یا (Protected Person)، (Confirmation of PR)، (Permanent Resident) او (Citizen) حالتونه درکول کېږي. په لومړي پړاو کې د کاناډا دولت ممکن له ډېرو بېړنیو حالاتو پرته تاسو ته له دغه هېواده د وتلو اجازه درنکړي، خو په نورو پړاوونو کې د کاناډا دولت تاسو ته د سفر موقت اسناد درکوي او دغه اسناد د نړۍ په هر ګوټ کې د اعتبار وړ دي. نو دلته به د سفر اسنادو څرنګوالی، شرایط او د ترلاسه کولو بشپړه پروسه تشریح کړو.

د سفر اسناد (Travel Documents) څه شی دي؟

کله چې تاسو په کاناډا کې د « Conventional Refugee»، « Protected Person» او یا هم «Confirmation of Permanent Resident » په حالتونو کې واوسئ، نو په دغه جریان کې تاسو کولی شئ چې له «Passport Canada » ادارې څخه د سفر اسناد (RTD) ترلاسه کړئ. د دغو اسنادو په واسطه تاسو کولی شئ چې له کاناډا څخه بهر سفر وکړئ او بېرته کاناډا ته ستانه شئ. د دغو اسنادو په واسطه تاسو د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولی شئ او دغه اسناد د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د اعتبار وړ دي. خو پر دغه اسنادو هغه هېواد ته چې تاسو یې تابعیت لرئ او یا هم هغه هېواد ته چې تاسو پکې تر تعقیب لاندې یاست، سفر نشئ کولی. دغه اسناد ټاکلی وخت لري، نو کله چې د دغه اسنادو په واسطه له کاناډا څخه بهر سفر کوئ، مخکې له دې چې د سفر اسناد مو تر وخت تېر شي، باید بېرته کاناډا ته راوګرځئ.

د دغو اسنادو ترلاسه کولو لپاره باید تاسو خپل غوښتنلیک په انلاین بڼه ډک کړئ. که څه هم له غوښتنلیک سره ځیني نور اسناد هم اړین دي چې وروسته به یي په تفصیل سره تشریح کړو، خو د غوښتنلیک ډکولو پر مهال د لاندې اسنادو درلودل بنسټیز شرط دی:

  • تاسو باید د کاناډا له « Immigration and Refugee Board» څخه یو لیک ترلاسه کړئ او دغه لیک باید له خپل انلاین غوښتنلیک سره ضمیمه کړئ.
  • تاسو باید د (Confirmation of Permanent resident) CoPR سند له خپل غوښتنلیک سره ضمیمه کړئ. دا هغه سند دی چې تاسو یې د دایمي استوګنې کارت د اخیستلو لپاره وړ بللي یاست.
  • یا هم که CoPR سند نه لرئ، نو باید د (Verification of Status) VoS سند له خپل انلاین غوښتنلیک سره یو ځای ولېږئ. د دغه سند پر بنسټ تاسو ته د « Conventional Refuge» یا (Protected Person) حالت درکړل شوی وي.

دغه ډول اسنادو ته RTD (Refugee Travel Documents) هم وايي. په دې اړه باید څو ټکي په یاد ولرئ: کله چې تاسو د دغه اسنادو له مخې له کاناډا څخه بهر سفر کوئ، د بېرته ستنېدو پر مهال باید تاسو د RTD اسناد او هغه اسناد چې تاسو ته پکې د Refugee یا Protected person حالت درکړل شوی، دواړه له ځان سره ولرئ. مخکې له دې چې د سفر اسناد مو تر وخت تېر شي، باید کاناډا ته راوګرځئ. همدارنګه که د سفر اسناد له کاناډا څخه بهر در څخه ورک شي، نو په هغه حالت کې به د اړوندې ادارې کارمند له تاسو څخه د پېښې څرنګوالي په اړه پوښتنې وکړي او د رضایت په صورت کې به کاناډا ته د راتګ موقت اجازه‌لیک درکړي.

د سفر د اسنادو ډولونه:

هغه کسان چې د کاناډا تابعیت ولري، هغوی د سفر کولو لپاره د کاناډا پاسپورټ یا هم د سفر کولو بېړني اسناد ترلاسه کولی شي؛ خو هغه کسان چې تر اوسه د کاناډا تابعیت نه لري -چې زموږ دا لیکنه هم د هغوی لپاره ده- نو هغوی هم د سفر پر مهال د کاناډا له دولت څخه دوه ډوله اسناد ترلاسه کولای شي:

Refugee Travel Document: دغه اسناد هغه کسان ترلاسه کولای شي چې تر اوسه لا د کاناډا تبعه نه دي او په کاناډا کي یې د دایمي استوګنې کارت (PR Card) نه وي ترلاسه کړی. دوی کولی شي چې له کاناډا څخه بهر ته د سفر کولو لپاره دغه اسناد ترلاسه کړي؛ خو د دغه اسنادو د اخیستلو لپاره باید تاسو د «Protected Person» یا هم له ((Conventional Refugee  حالتونو څخه په یوه حالت  (Status) کې واوسئ. د دغه اسنادو د اعتبار مودې په اړه اړونده اداره تصمیم نیسي او هغه یې ټاکي.

Certificate of Identity: دغه سند د هغو کسانو لپاره دی چې د کاناډا تابعیت ونلري، خو د دایمي استوګنې کارت (PR Card) ولري. دغه سند په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره دی چې د هېڅ دولت تابعیت نه لري او یا هم که چېرته د کوم هېواد تابعیت ولري، د یوه معتبر دلیل له مخې د خپل هېواد پاسپورټ نه شي ترلاسه کولی.

له دغه اسنادو سره کومو هېوادونو ته سفر نه شئ کولی؟

څرنګه چې مو مخکې یادونه وکړه، د سفر دغه اسناد د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د اعتبار وړ دي؛ خو بیا هم د RTD اسنادو پر درلودلو سربېره ځینو هېوادونو ته د سفر اجازه نه لرئ. په دې کې لاندې دوه ډوله هېوادونه راځي:

۱- هغه هېواد چې تاسو یې تابعیت لرئ؛ دا ځکه تاسو هغه وخت په کاناډا کې د کډوالۍ غوښتنه کولی شئ چې تاسو په خپل هېواد کې د وژل کېدو یا شکجنه کېدو له ګواښ سره مخ یاست. نو له همدې امله تاسو اجازه نه لرئ چې د سفر د دغه اسنادو په واسطه خپل متبوع هېواد ته سفر وکړئ.

۲- هغه هېواد ته د سفر اجازه نه لرئ چېرته چې تاسو تر ګواښ او تعقیب لاندي یاست. کله چې تاسو په لومړۍ ورځ په کاناډا کې د کډوالۍ غوښتنه کوئ، نو له تاسو څخه دا هم پوښتل کېږي چې ایا له خپل متبوع هېواد څخه پرته په نورو هېوادونو کې هم ستاسو لپاره ګواښ شته؟ که چېرته تاسو د دې پوښتنې په ځواب کې د نورو هېوادونو نومونه اخیستي وي، نو تاسو هغو ټولو هېوادونو ته د سفر اجازه نه لرئ.

پر دغه اسنادو کومو هېوادونو ته سفر کولی شئ؟

له یادو هېوادونو پرته، RTD اسناد د نړۍ په هر ګوټ کې د اعتبار وړ دي. تاسو کولی شئ چې د نړۍ هر هېواد ته د دغه اسنادو په واسطه سفر وکړئ؛ خو دا ستاسو مسوولیت دی څو د اړوند هېواد له کونسلګرۍ سره اړیکه ونیسئ او د ویزي اخیستلو پروسه تعقیب او بشپړه کړئ؛ ځکه هغو هېوادونو ته چې کاناډايي اتباع له ویزې پرته تګ کولی شي، د RTD اسنادو درلودلو په صورت کې به تاسو ته پرته له ویزې څخه د داخلېدو اجازه درنکړل شي. نو اړینه ده چې د RTD اسنادو له ترلاسه کولو وروسته د خپلې خوښې وړ هېواد ویزه ترلاسه کړئ او له هغه وروسته سفر وکړئ.

د دغه اسنادو لپاره کوم کسان وړ دي؟

کله چې تاسو په کاناډا کې د پناهنده‌ګۍ غوښتنلیک ثبت کړئ، نو دا پروسه بېلابېل پړاوونه لري او په هر پړاو کې به تاسو ته یو بېل حالت (Status) در کول کېږي. لاندې یې په ترتیب سره تشریح کوو او همدارنګه دا چې په کومو حالتونو کې تاسو د «Refugee Travel Document» د ترلاسه کولو اجازه لرئ او په کومو کې یې نه لرئ:

  • Refugee Claimant: کله چې تاسو په لومړي ځل د کډوالۍ غوښتنه وکړئ، نو د کاناډا دولت به تاسو د کډوالۍ غوښتونکي په توګه وپېژني. په دغه حالت کې به ستاسو دوسیه د تصمیم نیونې لپاره (IRB) ادارې ته ولېږل شي. تاسو اړ یاست چې د تصمیم تر نیول کېدو او څرګندېدو پورې انتظار وکړئ او په دغه جریان کې به تاسو د سفر اسنادو اخیستلو یا هم له کاناډا څخه بهر د سفر کولو اجازه ونلرئ.
  • (Verification of Status) VoS : کله چې ستاسو په اړه تصمیم ونیول شي، نو له دغه تصمیم څخه وروسته به د کاناډا دولت تاسو د «Protected Person » او یا هم (Conventional Refugee) په توګه وپېژني. په دغه جریان کې تاسو د «VoS» سند لرئ، خو تر اوسه پورې مو لا هم د دایمي استوګنې کارت نه دی ترلاسه کړی. په دغه بهیر کې تاسو د کاناډا د پاسپورټ له ادارې څخه د سفر اسناد ترلاسه کولی شئ او پر دغه اسنادو له کاناډا څخه بهر سفر کولی شئ.
  • (Confirmation of permanent Residence) CoPR: کله چې مو دغه سند ترلاسه کړ، نو تاسو د کاناډا د دایمي استوګنې کارت اخیستلو لپاره وړ یاست؛ خو دا چې تاسو دغه کارت ته نوم‌لیکنه کوئ او ترلاسه کوئ یې، نو لا هم میاشتې وخت نیسي. که تاسو په دې موده کې وغواړئ چې له کاناډا څخه بهر سفر وکړئ، نو د سفر کولو لپاره د «RTD» اسناد ترلاسه کولی شئ.
  • Permanent Resident: کله چې تاسو د کاناډا دایمي استوګن کارت ترلاسه کړئ، نو له دې وروسته تاسو «RTD» اسناد د سفر کولو لپاره نه شئ ترلاسه کولی؛ ځکه تاسو د کاناډا PR Card لرئ او د دغه کارت په واسطه سفرونه کولی شئ. خو څرنګه چې RTD اسناد د پاسپورټ پرځای هم کار ورکوي، دغه کارت د پاسپورټ پرځای کار نه ورکوي. نو دا وخت به د سفر کولو لپاره «Certificate of Identity» ته اړتیا ولرئ. د سفر دغه ډول اسناد د کاناډا د پاسپورټ ادارې له خوا هغه کسانو ته ورکول کېږي چې د دغه هېواد د دایمي استوګنې کارت ولري.
  • تابعیت (Citizenship): کله چې تاسو د دایمي استوګنې کارت له ترلاسه کولو څخه وروسته په کاناډا کې ټاکل شوې موده تېره کړئ او نور اړین شرایط پوره کړئ، نو تاسو ته به د کاناډا تابعیت درکړل شي. په دغه حالت کې تاسو د کاناډا پاسپورټ ترلاسه کولی شئ او پرته له کوم محدودیت څخه سفرونه کولی شئ.

دغه سفر په کومو حالتونو کې تاسو ته ګواښ پېښولی شي؟

څرنګه چې د کاناډا دولت د هغو کسانو د کډوالۍ غوښتنې مني چې په خپل هېواد کې د وژل کېدو، شکجنه کېدو او تعقیب له جدي ګواښ سره مخ وي او متبوع دولت یې د ساتنې او ملاتړ لپاره اقدام نه کوي؛ نو پر همدغه بنسټ، هغه کسان چې په کاناډا کې د  Conventional Refugee او یا هم Protected Person له حالتونو څخه یو حالت (Status) ولري، نو په لاندې صورتونو کې خپل حالت (Status) ته یې امکان لري د کاناډا دولت ګواښ پېښ کړي:

الف) که چېرته خپل متبوع هېواد ته سفر وکړي.

ب) کله چې له خپل متبوع دولت څخه د پخواني پاسپورټ د نوي کېدو او تمدید غوښتنه وکړي.

ج) کله چې له خپل متبوع دولت څخه د نوي پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره نوم‌لیکنه وکړي.

په یادو دریېو حالتونو کې د کاناډا دولت د کډوالۍ او یا هم د دایمي استوګنې حالت (Status) د بېرته اخیستلو صلاحیت لري؛ ځکه له دې چارې څخه داسې معنی اخیستل کېږي چې تاسو بېرته له خپل متبوع دولت څخه د ملاتړ او ساتنې غوښتنه کړې ده.

د سفر اسناد څرنګه ترلاسه کړو؟

د سفر اسنادو ترلاسه کولو پروسه په لاندې ټکو کې تشریح شوې ده:

۱- د سفر اسنادو غوښتنلیک وړاندې کولو لپاره درې ډوله فورمونه موجود دي چې عبارت دي له:

  • PPTC 190 Application: دغه فورم هغو کسانو لپاره دی چې عمر یې له ۱۶ کلنۍ څخه لوړ وي.
  • PPTC 192 Application: دغه فورم د هغو ماشومانو لپاره دی چې عمر یې له ۱۶ کلنۍ څخه کم وي.
  • PPTC 203 Declaration: دا د هغو کسانو لپاره دی چې خپل پخواني د سفر اسناد یې ورک کړي وي.

تر هر څه لومړی باید له دې څخه یو غوښتنلیک ډک کړئ او بیا د پروسې نور پړاوونه په لاندې توګه تعقیب کړئ:

۲- خپل ټول اړین اسناد مو له دغه غوښتنلیک سره یو ځای کړئ. عموما د دغه غوښتنلیک لپاره اړین او حمایوي اسناد په لاندې ډول دي:

  • د یوه داسې سند کاپي باید ورسره یو ځای کړئ چې ستاسو د کډوالۍ حالت (Immigration Status) تایید کړي.
  • یو داسې سند ورسره یو ځای کړئ چې ستاسو په پېژندګلوي کې مرسته وکړي. دا کېدای شي یو له لاندې سندونو څخه وي:
  • اصلي سند یو ځای کړئ؛ یا هم
  • د یوه سند کاپي ورسره یو ځای کړئ چې ستاسو د تضمین کوونکي (Guarantor) له لوري لاسلیک شوی وي.
  • ستاسو پخوانی پاسپورټ یا د سفر اسناد چې ستاسو په نوم وي.
  • دوه قطعې داسې انځورونه چې د پاسپورټ لپاره کارول کېږي. له دغه دوو انځورونو څخه د یوه پر شا باید لاندې مشخصات لیکل شوي وي:
  • انځور اخیستونکی باید د خپل کارځای پته او د انځور اخیستلو نېټه ولیکي. کولی شي چې دغه معلومات په قلم ولیکي او یا هم ټاپه ووهي.
  • ستاسو تضمین‌کوونکی باید دغه اسناد لاسلیک کړي او ستاسو د انځور او نوم ترمنځ ورته‌والی تایید کړي.

۳- ستاسو ټول سندونه باید په انګلیسي یا فرانسوي ژبه وي؛ که په نورو ژبو وي، نو د رسمي مراجعو له لارې یې وژباړئ.

۴- تاسو باید یو کس د تضمین‌کوونکي او دوه کسان د ریفرینس لپاره پیدا کړئ. د تضمین‌کوونکي او ریفرینس لپاره شرایط په لاندې ډول بیان شوي دي.

  • تضمین‌کوونکی مو باید ستاسو لاندني اسناد لاسلیک کړي:
  • ستاسو غوښتنلیک باید لاسلیک کړي.
  • ستاسو د انځور پر شا باید لاسلیک وکړي.
  • ستاسو ټول هغه اسناد چې پېژندګلوي مو ثابتوي، د هغوی د کاپي پر شا او مخ باید لاسلیک وکړي.
  • تاسو باید دوه کسان په خپل غوښتنلیک کې د ریفرینس په توګه اضافه کړئ.

۵- د غوښتنلیک فیس مو تحویل کړئ. د فیس اندازه دې پورې اړه لري چې تاسو کوم غوښتنلیک او د څومره وخت لپاره ډکوئ. نو له همدې امله د فیس اندازه د غوښتنلیک څرنګوالي پورې اړه لري.

۶- خپل غوښتنلیک مو ولېږئ. د غوښتنلیک د لېږلو لپاره باید یوازې او یوازې له Courier یا هم له (e-Mail) څخه کار واخلئ. په حضوري توګه د غوښتنلیک سپارلو خدمات نشته.

۷- د سفر اسنادو ترلاسه کولو لپاره ټاکلې نېټه نشته، اوس کېدای شي تر میاشتو په تمه شئ؛ ځکه ځینو وختونو کې د مراجعینو شمېر ډېر وي او معمولا د اسنادو ترلاسه کول میاشتې وخت نیسي.

د تضمینکوونکي شرایط:

د سفر اسنادو اخیستلو لپاره تاسو یوازې یوه تضمین‌کوونکي ته اړتیا لرئ. دغه تضمین‌کوونکی باید ستاسو له کورنۍ څخه نه وي او پر لاندې شرایطو برابر وي:

  1. باید په کاناډا کې ژوند وکړي.
  2. د کاناډا تبعه او یا هم د کاناډا هېواد دایمي اوسېدونکی وي.
  3. باید د لاسرسي وړ وي، ترڅو ستاسو غوښتنلیک تایید کړي.
  4. لږ تر لږه باید له تاسو سره شپږ میاشتې پېژندګلوي ولري.
  5. باید یو داسې مسلک او دنده ولري چې:
  • له اړوند سیمه‌ییزو ادارو سره راجستر وي او جواز ولري.
  • باید اوس هم پر همدغه ځای کې کار وکړي.

که چېرته تاسو پر یادو شرایطو برابر تضمینکوونکی نه شئ پيدا کولی، نو بیا هم یوه لار شته، هغه دا چې:

  • د Statutory Declaration in Lieu of Guarantor form فورم ډک کړئ.
  • داسې کس پيدا کړئ چې له تاسو څخه لوړه واخلي او هغه فورم لاسلیک کړي. په دې صورت کې حتمي نه ده چې دغه کس له تاسو سره پخوانۍ پېژندګلوي ولري.

د ریفرینس په توګه دوه کسان:

تاسو باید په خپل غوښتنلیک کې دوه کسان د ریفرینس په توګه اضافه کړئ. دغه کسان باید لاندې شرایط ولري:

۱- باید عمر یې ۱۸ کاله او یا هم له دې څخه لوړ وي.

۲- باید لږ تر لږه له تاسو سره شپږ میاشتې پېژندګلوي ولري.

۳- کله چې تاسو هغه کسان د ریفرینس په توګه پخپل غوښتنلیک کې اضافه کوئ، نو د هغوی موافقه مو باید اخیستې وي.

یادونه: کله چې ستاسو غوښتنلیک ځنډېږي، نو ډېری وخت ستاسو له لوري په ریفرینس کې ورکړل شوي کسان د لاسرسي وړ نه وي؛ ځکه اړونده اداره له هغوی سره اړیکه نیسي چې تاسو د ریفرینس په برخه کې اضافه کړي دي. نو له دغه حالت سره د مخ کېدو په صورت کې ځانونه ډاډه کړئ چې ستاسو له لوري په ریفرینس کې ورکړل شوي کسان د لاسرسي وړ دي او که اړونده اداره له هغوی سره اړیکه ونیسي، نو پر وخت ځواب ورکړي.

پایله:

د کډوالو لپاره د سفر اسنادو ته په کاناډا کې «Refugee Travel Document» وايي او مخفف یي (RTD) دی. دغه اسناد هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په کاناډا کې یې د کډوالۍ غوښتنه تایید شوې وي او د کډوال حالت (Status) یې ترلاسه کړی وي. دغه اسناد د سفر پر مهال د پاسپورټ هومره اعتبار لري او د نړۍ هر ګوټ ته د وېزې لرلو په صورت کې سفر کولی شي. خو یوازې د دغه اسنادو درلودونکی کډوال د دغه اسنادو په واسطه خپل هېواد او بل هغه هېواد ته سفر نه شي کولی، چېرته چې نوموړي ته ګواښ موجود وي. که چېرته د دغه اسنادو درلودنکی کډوال خپل هېواد ته سفر وکړي، نو په کاناډا کې به یې د کډوالۍ کېس له ګواښ سره مخ شي او حتی کېدای شي چې د کاناډا دولت په دغه حالت کې د نوموړي د کډوالۍ تایید او د دایمي استوګنې کارت بېرته ترې واخلي.

هغه کسان چې د «Conventional Refugee » یا (Protected Persons) حالت لري، یا هم هغه کسان چې د دایمي استوګن کارت تاییدي (Confirmation of Permanent residence ) یې ترلاسه کړي وي، هغوی کولای شي چې د Refugee Travel Document لپاره غوښتنلیک ډک کړي. خو هغه کسان چې د کاناډا هېواد د دایمي استوګنې کارت (PR Card) ولري، هغوی باید د سفر کولو لپاره د Certificate of Identity غوښتنه وکړي. څرنګه چې د دغه اسنادو د اخیستلو غوښتنلیک په پروسه کې باید د فورم په ډکولو او اړینو اسناد پر راټولولو سربېره یو کس د تضمین کوونکي په توګه او دوه کسان د ریفرینس په توګه پیدا کړئ. دغه کسان باید ټول هغه شرایط ولري چې پورته د غوښتنلیک د سپارلو په برخه کې ټکي په ټکي تشریح شوي دي.

اخځلیکونه:

  1. Citizenship and Immigration Canada. Refugee Travel Document. Retrieved from http://www.cic.gc.ca/english/information/applications/travel.asp
  2. Immigration, Refugees and Citizenship Canada. Protected persons and refugee travel documents. Retrieved from https://www.canada.ca/en/immigration-refugees-citizenship/services/refugees/claim-protection-inside-canada/after-apply/refugee-travel-document.html
  3. Immigration, Refugees and Citizenship Canada. Refugee Travel Document: Application guide. Retrieved from https://www.canada.ca/en/immigration-refugees-citizenship/services/application/application-forms-guides/guide-5529-refugee-travel-document-application.html
  4. Immigration, Refugees and Citizenship Canada. Types of travel documents for Canadian permanent residents. Retrieved from https://www.canada.ca/en/immigration-refugees-citizenship/services/canadian-passports/travel-documents-permanent-residents/types-travel-documents-permanent-residents.html
  5. Liew, J. (2019). The Refugee Travel Document: A Travel Document for Convention Refugees in Canada. Journal of Immigration, Asylum, and Nationality Law, 33(2), 172-190.
  6. Orbach, M. (2018). Flight without a Passport: The Right to Travel and the Refugee Travel Document. Columbia Human Rights Law Review, 50(3), 687-723.

Views: 176

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi