د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي، پاکستاني ځواکونو په خیبر کې د دغه غورځنګ له خوا د جوړېدونکې جرګې پر میدان برید کړی؛ دغه سیمه یې قبضه کړې او هلته د لویې ماشینرۍ پر مټ خندقونه کیندي.
ټاکل شوې د روانې اکټوبر مياشتې په ۱۱مه په خیبر کې د “پښتنو قامي عدالت” په نوم جرګه جوړه شي؛ دغه جرګه د منظور پښتین له خوا رابلل شوې او ویلي یې دي چې د کوزې پښتونخوا پښتانه ولسونه به په کې د ورپېښو مسایلو د حل پر لارو چارو بحث او پرېکړه کوي.
منظور پښتین نن سهار وختي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د پښتنو د مِلي جرګې په ګراونډ باندې پاکستاني پولیسو او عسکرو برید پیل کړی.»
ده د برید د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي او وایي چې په یاده سیمه کې مخابراتي شبکې هم غیرفعالې شوې دي.
هغه لیکلي: «خیبر جرګه ګراونډ باندې د پاکستاني زورواک چارواکو قبضه ده، د غټې میشنرۍ په وسیله په ګراونډ که خندقونه کیندي، په پاکستان کې د پښتنو دا حال دی چې په خپل تاریخي کلي علاقو کې هم د خپلو روایاتو مطابق د یوې ناستې اجازه نه لري. په دې جرګه کې ریاست د پښتنو په وینې او معدنیاتو د دوی روان کاروبار ته زیان ویني؛ ځکه یې په پيټياېم او جرګه بندیز ولګوو، خو موږ سپینه خبره ورته کوو چې پښتانه به جرګه حتماً کوي انشاءالله. اوس خو جرګه لا هم ضروري شوه.»
درې ورځې مخکې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د یوه مکتوب له لارې پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) رسمي بندیز اعلان کړ او وې ویل چې «د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان کورني امنیت لپاره ګواښ دی.»
تېره ورځ د بښنې نړۍوال سازمان وویل، پاکستان دې د بشري حقونو پر فعالانو بندیزونه نه لګوي او د پښتون ژغورنې پر غورځنګ (پيټياېم) لګول شوی بندیز دې ژر لرې کړي.
د راپورونو له مخې، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو شپږ ورځې مخکې ویلي وو چې له تېرو څو ورځو راهيسې یې پولیس د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د مخکښانو پر کورونو چاپې وهي او د دوی يو شمېر غړي يې نيولي او له ځان سره یې بیولي دي.
Views: 15