د راپورونو له مخې، بریتانیا ته د تلونکو افغانانو او یو شمېر نورو کډوالو د دوو کښتیو ډوبېدو پېښه کې څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، خو معلومه نه ده چې د کومو هېوادونو اوسېدونکي دي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، دغو کښتیو بریتانیا ته د تلو هڅه کوله چې د دغه هېواد او فرانسې ترمنځ په اوبو کې ډوبې شوې دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو رتایو ویلي: «په یوې کښتۍ کې یو دوه کلن ماشوم تر پښو لاندې شوی او مړ شوی؛ د قاچاقبرانو لاسونه د دغو کسانو په وینو ککړ دي.»
راپور کې راغلي، د کډوالو په یوه بله وړه کښتۍ کې چې له ۸۰ ډېر کسان پهکې سپاره وو، د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه موندل شوي او ګڼ شمېر نور چې اوبو ته لوېدلي وو، ژغورل شوي دي.
سرچينې نه دي لیکلي چې مړه شوي د کوم هېواد وګړي وو خو زیاته کړې یې ده چې په دغو کډوالو کې د افغانستان، ایران، عراق، کویټ، مصر، لیبیا او څو نورو افریقايي هېوادونو اتباع شامل وو.
د راپورونو له مخې، تېره میاشت هم په دغو اوبو کې د کډوالو یوې کښتۍ ماتېدو له امله ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و او له هغه دوه اونۍ وروسته په ورته بله پېښه کې اته نور کډوال مړه شوي وو.
Views: 11