د پاکستان کورنیو چارو وزارت د یو مکتوب له لارې پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) رسمي بندیز اعلان کړ او ویلي يې دي چې «د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان کورني امنیت لپاره ګواښ دی.»
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري څو رسمي او امنیتي ادارو ته په لېږل شوي مکتوب کې ویل شوي «د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان کورني امنیت لپاره ګواښ دی.»
سرچینه زیاتوي، په دې مکتوب کې چې په بېلابېلو رسنيو او ټولنیزو پانو کې خپور شوی راغلي: «د واضحه شواهدو له موندلو وروسته په پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز اعلانوي.»
په راپور کې راغلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې «پيټياېم د هېواد دښمنانه بیانونو خپرولو کې ښکېله ده.»
خپله د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په راپور کې راغلي، د پښتون ژرغورنې غورځنګ پر ضد دا رسمي دریځ په داسې حال کې اعلانېږي چې دغه غورځنګ راتلونکي جمعه د «پښتنو قومي عدالت» په نوم لویه جرګه رابللې او وروستۍ چمتووالی ورته نیسي.
سرچينه ليکي، له دې مخکې منظور پښتین او د غورځنګ ګڼو نورو فعالانو بیا بیا ادعا کړې چې د پاکستان حکومت د جرګې پر وړاندې له هرو ممکنه خڼدونو کار اخلي.
په راپور کې راغلي، منظور پښتین له دې وړاندې ګواښ کړی و چې پښتانه به په هر قیمت دا جرګه کوي او د خپل راتلونکي غم به خوري.
دوی دا جرګه په خیبر کې راغوښتې ده چې تر دې وړاندې، سلګونه کسان راټول شوي او د جرګې چمتووالی روان دی.
سرچینه زیاتوي، د جرګې تنظمیوونکو او خیبر کې د جرګې ځای ته ورغلو کسانو تېره اونۍ ادعا وکړه چې پاکستاني پولیسو لږ تر لږه درې ځلې پر دوی حمله وکړه او د دوی درولي خیمې یې ویجاړې کړې دي.
د راپورونو له مخې، پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې د مسید ژغورنې تحریک په نامه فعال و او دوی هغه مهال د ځینو کسانو جبري بېدرکه کولو، په سیمه کې د ماینونو شتوالي او د سیمې له اوسېدونکو سره د پاکستاني پوځیانو ناوړه چلند خلاف لاریونونه کول.
دغه تحریک په د ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نامه وپېژندل شو او د دغه تحریک فعالانو د خپل ۲۶ کلن مشر منظور پښتین په مشرۍ د پاکستان لر او بر کې یو شمېر غونډې او لاریونونه وکړل او پر پاکستاني پوځ یې سختې نیوکې وکړې.
Views: 13