رسنیو راپور ورکړی چې په هایتي کې د «ګرانګ ګریف» په نوم د یوې وسلهوالې ډلې د برید په پایله کې ۷۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
رویټرز راپور ورکړی چې یادې ډلې (پنجشنبه، د تلې ۱۲مه) پر پونتسوند ښار برید وکړ او د یاد ښار پر اوسېدونکو یې ډزې وکړې.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د یاد برید له امله نږدې شپږ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د راپور له مخې، د دې پېښي په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ګرانګ ګریف ډلې د یاد برید مسوولین پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دغه برید یې د پولیسو له لوري د دې ډلې د غړو د وژلو په غبرګون کې او د خلکو د چوپتیا له امله کړی دی.
د هایتي لومړي وزیر ګري کونیل هم یاد برید غندلی او دا یې «له کرکې ډک جنایت» بللی دی.
Views: 10