د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې په دغه هېواد کې د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام شوي، خو ایران کې دننه حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ایران د بشري حقونو سازمان چې مرکزي دفتر یې د ناروې په پلازمېنه اسلو ښار کې دی، پرون (جمعه) یې د یوه راپور په خپرولو لیکلي، ایران کې د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام شوي چې په یادو کسانو کې یوه ښځه هم شامله وه.
په راپور کې راغلي: «د یوې ښځې او دوو افغانانو په ګډون د لږ تر لږه اتو کسانو د اعدام حکم چې د بېلابېلو تورونو لکه جګړې، جنسي تیري او قصدي وژنو له امله پر اعدام او قصاص باندې محکوم شوي وو، د کرج په قزلحصار زندان کې پلي شو.»
د راپور له مخې، دوه افغانان د «جنسي تیري» په تور اعدام شوي او هویت یې څرګند نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بشري حقونو سازمان تېره شنبه هم په دغه هېواد کې د دوو افغانانو په ګډون د ۱۴ کسانو د اعدام کېدو خبر ورکړی و