بریالۍ څېرې؛ د جرمني د بن ښار افغان‌الاصله سناتوره ګلالۍ مموزۍ

اکتوبر 5, 2024

«بریالۍ څېرې» خپرونه کې مو دا ځل د جرمني د بن ښار سناتوره مېرمن ګلالۍ مموزۍ مېلمنه ده.

ګلالۍ مموزۍ د میدان‌وردګو ولایت په نرخ ولسوالي کې زېږېدلې، په ۱۹۹۰ میلادي کال کې – چې کله لس‌کلنه وه – له خپلې کورنۍ سره جرمني ته راغلې ده او اوس په بن ښار کې اوسېږي.

هغې خپلې لومړنۍ زده‌کړې په بن ښار کې ترسره کړې، وروسته یې د بن پوهنتون د اقتصاد پوهنځي کې د لیسانس تر کچې لوړې زده‌کړې کړې دي.

مموزۍ د «تعلیم د ټولو لپاره» په نوم پنځه وړکتونونه او دوه ښوونځي لري او د دې ترڅنګ د «Bildung für alle e. V.» ادارې مشره هم ده.

هغه دغه راز د ښځو د حقونو برخه کې هم مبارزه کوي، په ټولنیزو کارونو کې فعاله ونډه اخلي؛ لکه خپله چې وايي: «زه د ښځو د حقونو او مرستې لپاره کار کوم، دا ما ته ډېره خوښي راکوي چې له ماشومانو سره کار وکړم او د شخصیتونو په وده او لا پرمختګ کې مرسته وکړم.»

مموزۍ د خپل ژوند او کړنو په اړه اوس د یوه کتاب په لیکلو هم بوخته ده چې په بشپړېدو به یې نورې افغان مېرمنې وکړای شي د ژوند چارو او کاروبار کې بریا ته د رسېدو لپاره ترې الهام واخلي.

که څه هم نوموړې غواړي په افغانستان کې نجونو ته په انلاین بڼه د زده‌کړو زمینه برابره کړي، خو وایي، طالبانو اجازه نه ده ورکړې په افغانستان کې په حضوري ډول د نجونو زده‌کړو لپاره کار وکړي.

بشپړه خپرونه د وصال تلویزیون په یوتیوب چینل کې کتلی شئ.

Views: 117