ایا «عدم تشدد» د حق اخیستلو لپاره مناسبه لاره ده؟ (پښتنو ته څه کول په‌کار دي؟)

جانداد جهاني
اکتوبر 5, 2024

لړلیک

آیا «عدم تشدد» د حق اخیستلو له‌پاره مناسبه لاره ده؟

مقدمه

۱. د «عدم تشدد» اخلاقي ــ فلسفي بنسټونه

الف. د ایمانویل کانټ د (Deontology) یا د اخلاقي مسوولیتونو د پېژندلو مکتب

ب. د جان سټوارټ مېل د (Utilitarianism) یا د پایلو په اساس ولاړه فلسفه

ج. د ارستو د (Virtue Ethics) اخلاقیاتو فلسفه

۲. تشدد ته ولې «نه» ویل په‌کار دي؟

الف. ویجاړي او د ژوند زیان

ب. اخلاقي ملاتړ او مشروعیت له لاسه ورکوي

ج. د استبداد پیاوړتیا

د. ټولنیزه هم‌غږي کمزورې کوي

۳. د «عدم تشدد» تاریخي او عصري مثالونه

الف. د هند د آزادۍ غورځنګ

ب. د آمریکا د مدني حقونو غورځنګ

ج. د جنوبي آفریقا د مدني حقونو د برابرۍ غورځنګ

د. په پښتون‌خوا کې خدایي خدمتګاري خوځښت

هـ. پښتون‌ژغورنې غورځنګ(PTM)

۴. د «عدم تشدد» دوامداره ګټې

الف. دوامداره سوله

ب. اقتصادي ثبات او پرمختګ

ج. د «عدم تشدد» مبارزې غېږه ډېره پراخه ده

د. د بشري حقونو ترویج

هـ. پر ښوونه او روزنه باندې یې اغېز

و. د ښځو او اقلیتونو ځواکمنول

ز. د مقاومت کچه

۵. پر «عدم تشدد» مبارزه نیوکې او ورته پېښې ننګونې

الف. ناسم تفسیر او فشار

ب. د ډېکټاټوري واکمنیو له لوري ځپنه

ج. د سختو شرایطو پر وړاندې د «عدم تشدد» ساتل

د. ورو؛ خو اوږدمهاله پرمختګ

پایله

د لا ډېرو معلوماتو له‌پاره دا ماخذونه وګورئ

 

 
ایا «عدم تشدد» د حق اخیستلو لپاره مناسبه لاره ده؟
مقدمه

په دې وروستیو کې د «عدم تشدد» پر مبارزې باندې ډېرې نیوکې کېږي؛ ځینې وګړي وايي، چې د مبارزې دا بڼه کوم فلسفي بنسټ نه‌لري؛ ځینې نور وګړي وايي، چې دا ډول مبارزه د «عدم تشدد» لارویانو ته هېڅ کومه ګټه نه‌شي ورکولی؛ ځینې نور وايي، چې د دغه ډول مبارزې وخت تېر شوی دی او د حق غوښتلو لپاره یوې نوې لارې، نوې مبارزې او نوې فلسفې ته اړتیا ده، چې له دې څخه د دوی هدف «د زور په بنسټ ولاړه مبارزه» ده؛ ځینې نور وګړي وايي، چې سمه ده، دا مبارزه هم په‌خپل ځای باندې ښه او د کارېدلو وړ ده؛ خو د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې له دا ډول مبارزې څخه څه نه تر لاسه کېږي؛ ځکه چې هلته ټول واک او ځواک له حاکم حکومت سره وي؛ څه یې چې زړه وي، هماغه ډول قانون جوړوي، چا ته اړتیا نه‌لري، چې د قانون په جوړولو کې ترې مرسته وغواړي او یا یې هم په قانون‌ګذارۍ کې ورشریک کړي؛ هغوی یو ډول ډېکټاټوري خویونه لري؛ نو له همدې امله په دغو هېوادونو کې د «عدم تشدد» مبارزه کار نه ورکوي او د مبارزینو غږ یې نه اورېدل کېږي.

د روان ۲۰۲۴ کال د اکټوبر میاشتې د ۱۱مې نېټې سوله‌ییزې غونډې په اړه، چې د پښتنو د یوه ولسي خوځښت(پښتون‌ژغورنې غورځنګ) له لوري به تر سره شي، ځینې پښتانه دا نظر لري، چې باید په دغه غونډه کې له «عدم تشدد» څخه کار وانه‌خیستل شي او یا هم لږ تر لږه دا روښانه شي، چې موږ به کله خپلې سوله‌ییزې مبارزې ته د پای ټکی ږدو او په وسله‌والې مبارزې به پیل کوو؟ په دې مقالې کې به په دې اړه هم پوه شئ.

په دې لیکنه کې هڅه شوې، چې د «عدم تشدد» مبارزه د درېیو اخلاقي مکتبونو په هنداره کې وکتل شي؛ د ایمانویل کانټ (Deontology)؛ د جان سټارټ مېل (Utilitarianism) او د ارستو د فضیلت د اخلاقیاتو فلسفه.

همدرنګه به د «عدم تشدد» او «تشدد» مبارزو تر منځ توپیرونه هم روښانه شي او دا به څرګنده شي، چې کومه مبارزه پر کومه مبارزه باندې غوره ده او برتري ورباندې لري؟

د لیکنې اصلي موضوع د پښتون‌ژغورنې غورځنګ دریځ ته (چې پر عدم تشدد ولاړ دی.) کتنه او له تشدد سره د هغه پرتله ده.

۱. د «عدم تشدد» اخلاقي ــ فلسفي بنسټونه

د لیکنې په دغه برخه کې د درېیو اخلاقي ــ فلسفي بنیادونو په اړه باندې خبرې کووم؛

الف. د ایمانویل کانټ د (Deontology) یا د اخلاقي مسوولیتونو د پېژندلو مکتب

د ایمانویل کانټ باور دا دی، چې له اخلاقي مسایلو سره موږ باید د یوې وظیفې او مسوولیت په ډول باندې چلند وکړو. کانټ وړاندیز کوي، چې کړنې باید د نړۍوالو اخلاقي قوانینو په وسیله باندې رهبري شي؛ دی د خپلې دغې فلسفې د تشـریح له‌پاره وايي، چې کوم کار في‌الذاته(په‌خپل ځان کې) ښه وي، هغه ښه دی؛ د ساري په توګه سوله؛ زغم، ورورګلوي او تېرېدنه او کوم کار چې في‌الذاته(په‌خپل ځان کې) بد وي، هغه بد دی؛ لکه خشونت، وژنه، ځورونه؛ دا ټول شیان بد دي؛ حتیٰ که د ډېر لوړ او ښه هدف له‌پاره هم وي؛ یعنې په ساده ټکو کې د ده د فلسفې هدف دا دی، چې د خشونت، زور زیاتي، ځورونې او وژنې له‌پاره هېڅ داسې کوم دلیل نه‌شته، چې هغه دې توجېه کړی شي.

په داسې حال کې، چې سخت‌دریځي وګړي بیا د نورو په ځورولو، وژلو او زورزیاتي کې ځینې مادي او یا هم ځینې خیالي ښېګڼې ویني.

دا چې د «عدم تشدد» مبارزې ټولې فعالیتونه او کړنې پر سولې، زغم، عدالت او قانون باندې ولاړې دي؛ نو له همدې امله دا یو في‌الذاته ښه عمل دی او پرته له دې چې چا ته په‌کې زیان ورسېږي، وګړي له خپلو حقوقو په‌کې دفاع او غوښتنه کوي. دا یوه جلا مسله ده، چې لږ وګړي به د دغې فلسفې پلوي وي؛ خو دا یو حقیقت دی، چې د «عدم تشدد» مبارزه په‌خپل ځان کې یو ښه څه دي؛ په داسې حال کې، چې خشونت او تاوترېخوالی په‌خپل ځان کې یو غیر اخلاقي او نامنلی عمل دی.

د «عدم تشدد» د مبارزې فلسفه د کانټ د اخلاقي تیورۍ ټولې غوښتنې او ټول معیارونه پوره کوي او له هغې څخه ملاتړ کوي.

کانټ وايي، چې هر څومره د «عدم تشدد» پیروي وشي؛ په هماغومره آندازه باندې به نړۍ د سولې او امن یو ځای شي.

ب. د جان سټوارټ مېل د (Utilitarianism) یا د پایلو په اساس ولاړه فلسفه

د جان سټارټ مېل فلسفه د کانټ د نظریې پر خلاف ده، دی د پېښو عاقبت او پای ته ګوري؛ دی هغه څه ته ارزښت ورکوي، چې پایله یې خوشحالوونکې او مثبته وي. کوم سیاستونه او کوم فعالیتونه چې د ډېرو خلکو د خوښۍ او رضایت سبب ګرځي، دی یې منلي او درست بولي.

دا څرګنده خبره ده، چې «عدم تشدد» مبارزه د ډېرو خواشینیو او دردونو مخنیوی کوي؛ د ساري په توګه موږ لا هم نه‌دي هېر کړي، چې د یوویشتمې پېړۍ د لومړۍ لسیزې په پای کلونو کې پاکستاني پوځ د TTP پر ضد په وزیرستانونو کې څومره عملیات وکړل او د دغو عملیاتو له امله په زرګونو انسان ووژل شول، قتل عام وشو، بازارونه او سرکونه ړنګ شول، ښوونځي او مدرسې ړنګې شوې؛ دا هر څه د تاوتریخوالي پایله وه؛ پښتانه ته بدبختي غاړې ته وراچول شوې او لا تر اوسه یې وجود له هماغې بدمرغۍ ځورېږي. آیا موږ رښتیا غواړو، چې داسې یوه بله بدمرغي دې رامنځ ته شي؟ ښکاره خبره ده، چې تاوتریخوالی یو چا ته نېک‌مرغي نه‌شي ورپه برخه کولی؛ یواځې جګړه، درد، غم او خواشيني ورکولی شي او بس. موږ نن د یوه ګیله‌من وژنه نه‌شو زغملی او کله چې تاوتریخوالي ته لاس واچوو، څنګه به د زرګونو ګیله‌منو وژنې وزغمو؟ بیا به کوم څه وي، چې له موږه د دغو زرګونو ځوانانو د وژنې درد هېر کړي.

ج. د ارستو د (Virtue Ethics) اخلاقیاتو فلسفه

ارستو د دې پر ځای باندې، چې د عمل پر څرنګوالي باندې تمرکز وکړي، یعنې د دې پر ځای، چې ووايي کوم عمل ښه او کوم عمل بد دی؛ د یوه شخص پر ځانګړنو باندې تمرکز کوي او وايي، چې د کومو ځانګړنو لرونکی انسان ښه او د کوم ځانګړنو لرونکی انسان بد دی او د ده نظر دا دی، چې دا هر څه د دې لامل کېږي، چې په ټولنه کې یوه هم‌غږي رامنځ ته شي او د ارستو د اخلاقیاتو فلسفه ډېر پر هم‌غږۍ باندې ولاړه ده.

دی وایي، که چېرته د انسان په وجود کې د شته توانمندیو یا هم په طبیعت کې د شته پدیدو تر منځ هم‌غږي رامنځ ته شي، موږ یوه ښه ټولنه لرلی شو.

له دې څخه څرګندېږي، چې د ارستو تمرکز پر هم‌غږۍ، ورورګلوۍ، ترحم، شفقت، زړه‌ورتیا، هم‌کارۍ او ښه چلند باندې دی او د «عدم تشدد» د مبارزې د لارویانو ځانګړنې هم همدا دي، د ساري په توګه څوک چې د عدم تشدد پلوی وي، هغه به پر ورورګلوۍ باور لري، ترحم به لري، شفقت به کوي، له نورو سره به هم‌کاري کوي؛ د ساري په توګه ګاندهي، نېلسن منډېلا، مارټین لوتر کېنګ، عبدالغفار خان پاچا خان، منظور پښتین؛ دا ټول هغه کرکټر مثالونه دي، چې ارستو یې په یوه ښه انسان کې ویني. د ارستو د فلسفې مطابق که چېرته د ټولنې ټول وګړي د دغو کسانو په ډول باندې عالي اخلاق ولري، موږ کولی شو، یوه په زړه پورې او سالمه ټولنه ولرو.

د «عدم تشدد» فلسفه د ارستو د شخصي فضایلو د نظریې ټول معیارونه پوره کوي، له همدې امله دا فلسفه د ارستو له فلسفې سره هم برابره راځي او د منلو وړ ګرځي.

۲. تشدد ته ولې «نه» ویل په‌کار دي؟

د تشدد تر ټوله ستره ځانګړنه دا ده، چې نور تشدد او خشونت زېږوي او ثمره یې له ویجاړۍ، بربادۍ، درد او غم پرته بل څه نه‌ده. که لږ یې نوره واضح کړو، داسې ویلی شو، چې تشدد د غچ اخیستلو یو شیطاني دوران رامنځ ته کوي، لومړنی تشدد کوونکی له غچ اخیستنې سره مخ کېږي، بیا بېرته لومړنی تشدد کوونکی بیا په خشونت لاس پوري کوي او دا کیسه دوام پسې پیدا کوي.

د پښتنو په ټولنیزو کړو وړو کې غچ اخیستل یوه بارزه ځانګړنه ده؛ ځینې ټولنپوهان غچ د پښتونولۍ د کوډونو یو مهم عنصر بولي او په دې اړوند کافي اندازه متلونه، لنډۍ او نور فوکلوري شواهد هم شته دي. په پښتني ټولنه کې عادي شخصـي بدۍ له لسګونو کلونو اوړي او قومي بدۍ او خشونتونه خو آن پېړۍ پېړۍ دوام کوي او ستونزې زېږوي؛ که موږ د دغو تېرو پینځوسو کلونو خبره وکړو، چې په افغانستان کې تېر شول، تل یوه تاوتریخوالي بل تاوتریخوالی زېږولی دی. دا مسله تنها تر پښتنو هم مختصه او محدوده نه‌ده، په دې اړوند کافي علمي شواهد او څېړنې موندلی شو.

په کوزه پښتونخوا کې هم کیسه دا ډول ده، که تاوتریخوالي ته لاس اچول کېږي، نور تاوتریخوالی هم زېږوي او دا تاوتریخوالی د قومونو تر منځ کرکه او نفرت راپیدا کوي.

که موږ وګورو په شمالي پاکستان کې د TTP رامنځ ته کېدل، په‌خپله یو ډول د تاوتریخوالي پیل کېدل وو، که څه هم د ترهګرو رامنځ ته کېدل او وده ډېر لاملونه لرلی شي؛ خو څه چې ترهګریزو تاوتریخوالو او هغوی ته غبرګون رامنځ ته کړل، موږ ټولو ته واضح دي. د TTPراپیدا کېدلو او تاوتریخوالي د پاکستاني پوځ او ادارې جدي غبرګون رامنځ ته کړ او دا د دې لامل شو، چې په وزیرستانونو کې دې په ۲۰۰۹م کال کې د «راهِ راست» او «راه نجات» په نامه عملیاتو ته پلمه برابره شي؛ ستونزې وزېږي او تاوتریخوالی لا زیات شي. زرګونوپښتنو خپل کورونه له لاسه ورکړل، خپلوان او د کورنیو غړي یې تلف شول او ځینې خو افغانستان ته راکډوال شول، چې تر اوسه په خوست کې مېشت دي. دې چارې نه یواځې ستونزې حل نه‌کړې، بلکې د تاوتریخوالې دوام ته یې لاره هواره کړله.

له نېکه مرغه، PTM د پاکستان په داخل کې د پښتنو د حقوقو له‌پاره یو سوله‌ییز او له تشدده لرې یو غږ و؛ د دوی آیډیال پاچا خان و، چې په عدم تشدد ولاړ و او که چېرته دوی د پاچا خان پر لاره نه وی تللي او دا یې نه وی څرګنده کړې، چې دوی د هغه پر لاره روان دي، شاید دا خوځښت هم د ټي‌ټي‌پي پر ګټه تمام شوی وی او پاکستاني پوځ یو ځل بیا د هغوی د ټکولو له‌پاره لستوڼي رابډ وهلي وی؛ بیا به هماغه څو کاله وړاندېنۍ کیسه وه، عملیات به وو، قتل عام به و، کلي او کورونه به بمبارېدل، سرکونه او ښارونه به ړنګېدل.

پاکستان د خشونت ضد جګړې له‌پاره د نړۍوالو او په ځانګړې توګه د آمریکا مرستې په آسانۍ سره راجلبولی شي؛ دا اوس ورځې هم له پاکستان سره د آمریکا له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو او عملیاتو د همکارۍ توافق تر سره شوی؛ که پي‌ټي‌اېم د تاوتریخوالي له لارې ځان راڅرګند کړی وی، طبیعي ده، د ټي‌ټي‌پي په سرنوشت به اخته و؛ یواځې د پاکستان د ظالم پوځ هدف به نه و، بلکې امریکا او متحدینو به یې هم پر وړاندې هوایي حملې تدارک کولې، چې دې حالت پښتنو ته له بدبختۍ پرته بل څه نه‌شوی ورکولی.

الف. ویجاړي او د ژوند زیان

دلته پوښتنه دا ده، چې موږ خشونت د څه په خاطر باندې کوو؛ څه شی دومره ارزښتمن دي، چې موږ د هغه په خاطر باندې خشونت ته لاس اچوو؟ زموږ هدف پرمختګ، یا لږ تر لږه سوله‌ييز او معمولي ژوند دی، چې له جګړې، زورزیاتي او تاوتریخوالي څخه لرې وي؛ خو په خشونت باندې دا هر څه تباه کېږي؛ له خشونت او تاوتریخوالي سره پرمختګ نه راځي، د اقتصاد څرخ نه تاوېږي، زده‌کړې په ټپه درېږي، یا یې معیار بېخي راټیټېږي.

موږ په آسانۍ سره د لوېدیځي او مرکزي آفریقا هېوادونه په مثال کې راوړلی شو، همدارنګه په منځني ختیځ سوریه، عراق او یمن کې د تاوتریخوالي دوام دی، چې دغه هېوادونه یې له پرمختګه لوولي دي او هغوی د خوښۍ مخه یې ډب کړې ده.

ب. اخلاقي ملاتړ او مشروعیت له لاسه ورکوي

که د یوه هدف له‌پاره د یوې ټولنې وګړي قرباني کېږي، یا د یوې ټولنې ثبات او پرمختګ قرباني کېږي؛ هغه هدف که هر څومره متعالي وي، دا عمل کرکجن او غیراخلاقي شمېرل کېږي. په خشونت او تاوتریخوالي باندې خشونت کوونکې ډلې نړۍوال ملاتړ او مشروعیت له لاسه ورکوي.

زموږ ډېری وګړي په دې فکر کې دي، چې زموږ د حقوقو زیانوونکي زموږ پر وړاندې باندې خشونت کوي؛ نو موږ ولې له «عدم تشدد»څخه ګټه واخلو؛ دلته توازن له منځه ځي؛ موږ هم باید هغه لاره خپله کړو، چې هغوی زموږ پر وړاندې خپله کړې ده. نه! موږ د «عدم تشدد»د مبارزې له لارې پراخ نړۍوال ملاتړ او مشروعیت تر لاسه کولی شو؛ د ساري په توګه په ایران کې د «زن، زنده‌ګي، آزادي» غورځنګ، یا هم په عربو کې د «عربو پسـرلي» په نامه له تاوتریخوالي لرې غورځنګ په لږ وخت کې ډېر ملاتړ او مشروعیت تر لاسه کړ.

ښکاره خبره ده، هر چېرته چې تاوتریخوالی رامنځ ته کېږي، په نړۍواله کچه یې غندنه کېږي، خشونت کوونکی که هر څومره د نړۍوالو سترو قوتونو ملګری وي؛ خو د خشونت له امله غندل کېږي؛ لکه همدا اوس په منځني ختیځ کې په جګړو کې چې د امریکا ملګري خشونت کوي، حتیٰ په‌خپله امریکا او د لوېدیځ په نورو هېوادونو کې یې میلیونونه کسان غندنه کوي.

څوک که په خشونت او تاوتریخوالي سره واک هم تر لاسه کړي؛ څوک یې قانوني نه‌شي حسابولی او داسې به وي، لکه طالبانو چې واک تر لاسه کړ؛ څوک به دې ته زړه نه ښه کوي، چې د هغوی واکمني په رسمیت وپېژني، یا د یو مشروع او مسوول حکومت غوندې تعاملورسره وکړي.

ج. د استبداد پیاوړتیا

یو څه چې پښتانه رهبران او متفکرین یې په اړه فکر نه‌کوي، هغه دا دي، چې دوی د انقلاب په اړه خبرې کوي، د انقلاب په اړه غږېږي، انقلابي عمل کوي او په پایله کې انقلاب بریالی کوي؛ خو دوی هېڅ‌کله د انقلاب له‌پاره د مبارزې په دوران کې له انقلابه پر وروسته ژوند باندې خبرې نه کوي؛ دوی په دې نه غږېږي، چې انقلاب راشي، څنګه به دوی د هغو ارزښتونو ساتنه کوي، چې د هغو له‌پاره یې انقلاب راووست.

که موږ چېرته ټول انقلابي بهیرونه وګورو، څرګنده به شي، چې د تاوتریخوالي له لارې هېڅ‌کله یو عادل او رحم‌لرونکی شخص واک ته نه رسېږي. تاوتریخوالی تل یو ظالم او ډېکټاټور کس د واک ګدۍ ته راولي؛ نو له همدې امله چې یوه له تاوتریخوالي ډکه مبارزه تر سره کېږي او په پای کې د همدغې ډلې په ګټه پای ته رسېږي؛ نو د ډېکټاټورانو واکمنۍ ته لاره هوارېږي؛ که موږ په روسیه کې د بلشویکانو انقلاب ته ځیر شو، یا په ایران کې اسلامي انقلاب وګورو، همدارنګه په لاتینه آمریکا کې؛ تر دغو ټولو انقلابونو وروسته صحنې ته ډېکټاټوران راغلي دي او کله چې ډېکټاټوران واکمن شي، طبیعي ده، چې خشونت او سرکوب ته لاره هوارېږي او کله چې خشونت پیل شي، بیا هماغه د غچ اخیستنې کرغېړن دوران پیلېږي او په سرکوب سره له خلکو هماغه آزادي سلبېږي، چې دوی یې د تر لاسه کولو له‌پاره جګړه کوله.

پښتانه د آزادۍ په اړه ډېر غږېږي؛ خو یو څه یې چې له یاده وتلي دي، هغه (Liberty) یا (Freedom) دی؛ د پښتنو ټول تمرکز پر (Independency) باندې دی؛ د ساري په توګه دوی د فردي آزادۍ په اړه باندې نه غږېږي او نه هم د هغو حکومتونو په خلاف څه وايي، چې له دوی څخه یې فردي آزادي اخیستې وي.

تشدد او ډېکټاټوري حکومتونه چې په لومړي ګام کې څه شی له منځه وړي، هغه فردي آزادي ده او که چېرته په کوزه پښتون‌خوا کې هم دا ډول یو متشدد انقلاب رامنځ‌ته شي، یا د ټي‌ټي‌پي غوندي د تروریستي ډلو حمایت وشي او واک ته ورسول شي، پایله به یې د ایران د ډېکټاټوري انقلاب، د افغانستان د اوسنۍ ادارې په ډول، د روسیې د بلشویکانو او یا هم د چین د مایو واکمنۍ په ډول باندې وي.

د. ټولنیزه هم‌غږي کمزورې کوي

تشدد په ټولنه کې هم‌غږي ځکه له منځه وړي، چې ځینې وګړي د ځینو کړنو له‌پاره ټول صلاحیتونه په‌خپل لاس کې اخلي او دې ته اړتیا نه ويني، چې د هغوی د تر سره کولو له‌پاره له بل کوم چا څخه مشوره واخلي؛ کله چې هغه کړنې تر سره کوي، آن د پایلو تر وخته پورې یې لا ځينې ملګري په دې پوه نه وي، چې څه کیسه تر سره شوې ده؛ د دوی هغه ملګري، چې پر خشونت باور نه‌لري، هغوی خو هسې له دغه کار سره موافق نه وي؛ بلکې د دوی ځینې ملګري او پلویان هم له دوی سره موافق نه وي او زړه یې نه وي، چې دومره سترې تباهۍ او بربادي ته ځان ورکړي.

۳. د «عدم تشدد» تاریخي او عصري مثالونه

په دې برخه کې د «عدم تشدد» مبارزې یو څو مثالونه ذکر کوو؛

الف. د هند د آزادۍ غورځنګ

د مهاتما ګاندي مبارزه، چې په هند کې د انګرېزي استعمار پر وړاندې پیل شوې وه؛ په آسیا کې د «عدم تشدد» د یوه ستر غورځنګ یو ښه مثال دی؛ هغه په‌خپل دې کار سره نورو تر استعمار لاندې وګړو ته د «عدم تشدد» مبارزې الهام ورکړ.

هغه پر فیزیکي مبارزې باندې د «عدم تشدد» اخلاقي مبارزه ډېره غوره بلله او همدا د ده د مبارزې بنسټونه وښودل شول، چې بیا راوروسته نورو رهبرانو هم د هغه تقلید وکړ.

ب. د آمریکا د مدني حقونو غورځنګ

مارټین لوتر کېنګ د دغه غورځنګ په رهبرۍ مشهور دی؛ هغه او ځینو نورو مشـرانو په آمریکا کې د تعصب پر ضد باندې د «عدم تشدد» له مبارزې څخه ګټه واخیستله او دا مبارزه د دې لامل شوه، چې په آمریکا کې پام‌وړ ټولنیز او قانوني بدلونونه راشي. د ده د مبارزې هدف د برابرو مدني حقوقو ترویج، د تعصب له منځه وړل او له خشونته نه کار اخیستل وو او د ده دغې فلسفې د ګاندي له لارښوونو څخه ګټه اخیستې وه، چې د «عدم تشدد» پر فلسفه باندې ولاړه وه.

ج. د جنوبي آفریقا د مدني حقونو د برابرۍ غورځنګ

نېلسن منډېلا د دغه خوځښت مشـر و؛ هغه پر «عدم تشدد» ولاړه مبارزه کوله او له لسیزو مبارزې وروسته هغه څه ته ورسېد، چې د ده او د ده د پلویانو هدف و؛ اوس موږ وینو، چې د همدغه خوځښت په برکت باندې جنوبي آفریقا د نورو آفریقايي هېوادونو په نسبت باندې ښه، سوکاله او خوښ ژوند لري، په داسې حال کې چې جنوبي آفریقا د شلمې پېړۍ په پای کلونو کې یو له هغو هېوادونو څخه و، چې تعصب په‌کې په لوړه کچه موجود و.

د. په پښتون‌خوا کې خدایي خدمتګاري خوځښت

دا غورځنګ د پښتنو د یوه خان، خان عبدالغفار خان پاچا خان په مشـرۍ باندې د هغه وخت د انګرېز ښکېلاک پر ضد راپورته شو؛ هغوی پر «عدم تشدد» باندې ټینګار کاوه. د خدايي خدمتګاري خوځښت دوې سترې موخې درلودلې؛ یوه یې د برېتانوي ښکېلاک پر وړاندې خپلواکي او بل په پښتنو کې د پرمختګ او پوهې ترویج.

که څه هم هغه د انګرېز ښکېلاک پر وړاندې د آزادۍ په اخیستلو کې په زړه پورې پایله تر لاسه نه‌کړه؛ خو په ټولنیزه کچه باندې هغه په پښتني ټولنه کې دومره بدلونونه راوستل، چې د خشونت له لارې یې هېڅ امکان نه لاره، د ساري په توګه د پوهې پراخول؛ د کار او کسب پراخول، پښتنو ته د دې ذهنیت ورکول، چې کار وکړي او پرمختګ وکړي. نن ورځ هغه پښتني سیمې، چې د پاچا خان تر تفکر لاندې دي او هغه پښتني سیمې، چې د پاچا خان تر تفکر لاندې نه‌دي، له یوې بلې سره ډېر توپیر لري.

هـ. پښتون‌ژغورنې غورځنګ(PTM)

دا خوځښت د یوه وېټرنر ډاکټر منظور پښتین په مشـرۍ باندې راپیل شوی دی؛ اصول یې پر «عدم تشدد» باندې ولاړ دي او د قانون له لارې خپلو پښتنو ته د حق غوښتنه کوي. دا خوځښت د «عدم تشدد» مبارزې یو عصري مثال دی. دغه خوځښت د مدني حقونو د تر لاسي له‌پاره پر «عدم تشدد»، سوله‌ییزو لاریونونو او قانوني لارو چارو باندې باور لري. د دوی دغې تګ‌لارې پراخ داخلي او نړۍوال مشـروعیت او ملاتړ تر لاسه کړی دی؛ دوی په‌خپله دغه تګ‌لاره باندې خپل ځواک لا ډېر کړی دی.

۴. د «عدم تشدد» دوامداره ګټې

د لیکنې په دغه برخه کې د «عدم تشدد» دوامدارې ګټې بیانوو؛

الف. دوامداره سوله

یواځيني څه، چې افغانستان او د پاکستان پښتني سیمې ورته شدیده اړتیا لري، هغه دوامداره سوله ده، چې د تشدد له لارې نه، بلکې د عدم تشدد له لارې یې د راتګ امکان شته دی. موږ به د خپلې دغې خبرې د اثبات له‌پاره ډېر لرې نه ځو؛ د ټي‌ټي‌پي او پي‌ټي‌اېم فعالیتونه به مقایسه کړو؛ د ټي‌ټي‌پي مخینه تر پي‌ټي‌اېم زیاته ده؛ خو دا چې د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه پر خشونت باندې ولاړ دي؛ پښتنو ته یې کومه په زړه پورې ګټه نه‌ده لرلې؛ خو د پي‌ټي‌اېم د خوځښت شاوخوا لس کلونه کېږي، چې پر فعالیت یې پیل کړی دی او تر هغې ورځې وروسته په پاکستان د پښتنو په مقابل کې د پوځ په دریځ کې خورا ډېر بدلون راغلی دی؛ اوس په هماغه کچه باندې پښتانه نه ځورول کېږي او فردي آزادیو ته یې سپکاوی نه کېږي، لکه څنګه به چې لس کاله پخوا کېدل؛ دا هر څه د همدغه عدم تشدد مبارزې له امله.

کوم خطرونه چې لا هم د پوځ له لوري وزیرستانونو او نورو پښتي سیمو ته متوجې دي، همدغه پي‌ټي‌اېم یې مخه نیولې ده؛ ځکه چې دا یو رسا او رښتونی غږ دی، چې په نړۍواله کچه یې د مشروع خوځښت په توګه پېژندنه کېږي او حتیٰ ملاتړ ترې کېږي.

کله چې د «عدم تشدد» په اساس باندې دوامداره سوله رامنځ‌ته شي، فردي آزادۍ، د ښځو آزادۍ، د پوهې پرمختګ او مادي پرمختګونه تضمینېږي؛ دا هر څه په دوامداره سوله کې ممکن دي؛ له دې پرته د دغو شیانو امکان نه‌شته دی؛ ځکه که چېرته یو خوځښت د خشونت له لارې واک ته ورسېږي؛ د هغه پر وړاندې مغلوبه شوې ډله لا هم د غچ په خاطر غلې نه کېني؛ هغه هم خشونت لاس اچوي او د همدغه خشونت په دوران کې سرکونه، پلونه، ښوونځي او مدرسې ورانېږي.

همدا لامل دی، چې «عدم تشدد» د پرمختګ او سولې لامل کېږي. پرمختګ همېشه تدریجي او ورو ورو وي، په سمدستي ډول باندې پرمختګ شونی نه‌دی؛ انقلابیان که دا فکر لري، چې د تشدد په وسیله به چټک پرمختګ وکړي، شونې نه‌ده؛ ځکه چې دوی تر انقلاب وروسته هم پرمختګ ته اړتیا لري؛ نو له همدې امله دا به ډېره ښه وي، چې پرمختګ تر دوامدارې سولې وروسته ذکر شي او دوامداره سوله یواځې د «عدم تشدد» له لارې ممکنه ده.

ب. اقتصادي ثبات او پرمختګ

دوامداره سوله یواځې د «عدم تشدد» له لارې ممکنه ده؛ کله چې دوامداره سوله موجوده وي؛ نو د فیزیکي زېربناوو او منابعو تر څنګ د بشري منابعو ساتنه هم کوي. څه وخت چې په یوه ټولنه کې سوله موجوده وي؛ هلته به ښوونیز مرکزونه فعال وي؛ بشري ځواک به روزل کېږي او په پای کې همدغه بشـري ځواک دی، چې له طبیعي منابعو څخه ګټه اخلي، د اقتصاد څرخ تاووي؛ له همدې امله بـشري ځواک پر طبیعي منابعو باندې مخکې‌والی لري او دوامداره سوله ده، چې د بشري ځواک د روزلو او ساتلو شونتیا رامنځ‌ته کوي.

بدبختانه خشونت او تاوتریخوالی دی، چې نه یواځې د بشـري ځواک د ساتنې او روزنې تضمین نه‌شي کولی، بلکې د دې لامل هم کېږي، چې بشري قوه له ټولنې څخه فرار وکړي او یواځې هغه وګړي پاتې کېږي، چې خشونتي افکار لري او د پرمختګ او نوښت په فکر کې نه وي، له همدې امله اقتصادي ځوړتیا رامنځ‌ته کېږي.

که رښتیا هم کومه رهبري یا کومه ټولنه د اقتصادي پرمختګ مفکوره لري، له خشونته باید لرې واوسي؛ ځکه چې خشونت بشري ځواک، پرمختګ او اقتصاد له منځه وړي.

ج. د «عدم تشدد» مبارزې غېږه ډېره پراخه ده

په دا ډول مبارزه کې هر ډول وګړي ګډون کولی شي؛ ښځې، سپين‌ږیري، تنکي ځوانان، حتیٰ معیوبین او معلولين.

په لنډه توګه هر څوک چې قانوني مکلفیت لري، کولی شي په عدم تشدد مبارزه کې ګډون وکړي؛ هر څوک د خپل حق د غوښتلو حق لري او کله چې هر څوک د یوه ترکیب په ډول باندې، د یوه کُل په ډول باندې سره راټول شي، غږ یې ډېر اورېدل کېږي او سترې ټولنې د هغوی ملاتړ ته زړه ښه کوي.

د تشدد په مبارزو کې بیا دا ځانګړنه نه‌شته، په دا ډول مبارزو کې هر څوک ګډون نه‌شي کولی، یا د هر چا د ګډون له‌پاره مناسبې نه‌دي. په تشددي مبارزو کې د ګډون بېلابېلې غوښتنې دي، باید د مټو قوي ځواک ولرې، ځواکمن یې، بې‌رحمه یې؛ په دا ډول مبارزو کې سپین‌ږیري، ښځې او کمزوري وګړي ګډون نه‌شي کولی؛ نو له همدې امله تشددي مبارزې د یوې ټولنې د ټولو وګړو یو جمعي غږ نه‌شي کېدلی؛ خو په مقابل کې بیا د «عدم تشدد» مبارزې غېږه بېخي پراخه ده او د هر چا له‌پاره یې دروازې خلاصې دي.

د. د بشري حقونو ترویج

څرګنده خبره ده، چې د «عدم تشدد» فلسفه بشري حقوقو ته ژمنه ده، هغه چې ټولې نړۍوالې ټولنې ورباندې متفقې دي او د همدغو بشري حقونو له لیده له نورو ټولنو سره چلند کوي؛ همدا لامل دی، چې عدم تشدد مبارزې د سترو نړۍوالو ټولنو ملاتړ او پام ځان ته راجلبوي.

په دغه برخه کې د عدم تشدد فلسفې مبارزین دا باور لري، چې په دې مبارزه کې د هر چا حقوق خوندي دي؛ د سپین‌ږیرو، ماشومانو، ځوانانو، ښځو او حتیٰ د دښمنانو بشري حقوق خوندي دي او دا حقوق هم د مبارزې په دوران کې او هم په مبارزه کې تر بریا وروسته خوندي دي.

له همدې امله ده، چې «عدم تشدد» مبارزه یوه داسې سپېڅلې مبارزه ده، چې له ټولو نړۍوالو اصولو سره برابره ده او ملاتړ یې کرکې نه‌شي راپارولی.

هـ. پر ښوونه او روزنه باندې یې اغېز

ښوونه او روزنه د «عدم تشدد» په مبارزه کې یو ستر او مهم رول لري؛ د هغوی ټولې ښوونې او اصول پر پوهې ولاړې دي او د هغوی د مبارزې یو هدف هم د پوهې او علم خپرول وي او دا طبیعي ده، چې د «عدم تشدد» په جریان کې او یا هم د همدا ډول مبارزو تر بریا وروسته د تعلیم کچه د خشونت د مبارزو په پرتله ډېره لوړېږي؛ ځکه چې په دوامدار سوله کې دې ته ډېره زمینه برابره وي، چې تعلیمي مرکزونه خلاص وي او هم یې د ښوونې او روزنې کچه لوړه او معیاري وي.

و. د ښځو او اقلیتونو ځواکمنول

د عدم تشدد په مبارزه کې د ټولو اتباعو بشري حقوق خوندي وي؛ دلته د چا حقوق نه ضایع کېږي، هغه که مېرمنې وي، که اقلیتونه یا نور بل هر څوک.

په «عدم تشدد» فلسفه کې مخکښې مېرمنې د نورو مېرمنو له‌پاره اولګو هم جوړېدلی شي او د هغوی له لارښوونو او مبارزو څخه الهام اخیستلی شي.

د ساري په توګه وړانګه لوڼۍ، یا ګلالۍ اسماعیل یادولی شو، همدارنګه د پي‌ټي‌اېم د مخکښو مـشرانو میندې او خویندې، چې د خپلو زامنو او وروڼو تر څنګ مبارزې ته راوتلې دي؛ دا ډول ښځې د نورو ښځو له‌پاره د الهام وسیله جوړېږي؛ آیډیالې ترې جوړېږي او نه یواځې چې په‌خپله ټولنه کې ښځې راپورته کولی شي، بلکې د نورو محرومو ټولنو پر مېرمنو هم اغېز کوي؛ همدغه د پي‌ټي‌اېم مخکښو مېرمنو پر بلوڅو مېرمنو اغېز وکړ او د ډاکټر ماه‌رنګ بلوچ په ډول یوه ځوانه مبارزه ترې راووتله.

پي‌ټي‌اېم همدارنګه دا موقع هم برابره کړې ده، چې محروم اقلیتونه ورسره یو ځای شي او په ګډه د خپل غوښتلو له‌پاره مبارزه وکړي.

ز. د مقاومت کچه

د «عدم تشدد» مقاومت کچه د تشدد د مبارزې وګړو په پرتله باندې محکمه وي او تر ډېره دوام کوي؛ ځکه چې شونې ده، په کلکو نظامي عملیاتو کې د تشدد مبارزې ډلې ډېر بشر او مالي ځواک له لاسه ورکړي؛ خو د عدم تشدد مبارزې وګړي بیا په دومره کچه ستر زیان نه ورکوي؛ هغوی کولی شي، کلونه کلونه دوام وکړي او کله چې حاکمه اوضاع بدلون کوي، دوی هم په آسانۍ سره ځان ورسره بدلولی شي.

څه وخت چې نوې غوښتنې او نوې بې‌عدالتۍ وي، دوی کولی شي، ځان ورسره برابر کړي؛ هم د داخلي، هم د نړۍوالو ټولنو ملاتړ او مشروعیت راجذب کړي. اعتصاب او نیوکه وکړي، پرته له دې چې ووېرېږي او یا هم له دې امله خطر احساس کړي، چې ما ته به تهدید پېښ شي، وبه وژل شم او یا به له کلک نظامي مقاومت سره مخ شم.

۵. پر «عدم تشدد» مبارزه نیوکې او ورته پېښې ننګونې

په دغه برخه کې موږ د هغو نیوکو او ننګونو په اړه غږېږو، چې د عدم تشدد مبارزې ورسره مخ دي؛

الف. ناسم تفسیر او فشار

په بنیادي ډول د واک په خپلولو او حق اخیستلو په مسله کې زموږ ټولنه د عدم تشدد پر مبارزې باندې باور نه کېږي؛ یوه مقوله هم ده، چې «حق ورکول کېږي نه، اخیستل کېږي.»؛ په افغانستان کې یې یا په کوزه پښتون‌خوا کې وګړي د واک لاس ته راوړل یواځې د ټوپک او زور له لارې ممکن ګڼي، له همدې امله د «عدم تشدد» مبارزې ډېری وخت تر فشار لاندې راځي او تمسخر ورباندې وهل کېږي.

د طالباني مفکورو لرونکي وګړي هم پر پي‌ټي‌اېم باندې له همدې امله نیوکې کوي؛ خو په رښتیا سره په دومره کچه په پاکستان یا په نوره نړۍ کې د هغوی اجماعوې د دې ښکارندویي کوي، چې دا لاره څومره له ځواکه ډکه ده.

ښکاره  خبره ده، چې د مسلحانه مقاومت او تشدد له‌پاره قوي دلایلو ته اړتیا شته، سمه ده، چې پي‌ټي‌اېم د مسلحانه مقاومت له‌پاره دا ډول دلایل لري؛ خو دومره ځواک نه‌لري، چې د یوه اېټمي ځواک پر وړاندې باندې یواځې یو ټوپک پورته کړي، په عین حال کې دا د پي‌ټي‌اېم د نابودۍ په معنیٰ باندې ده او هېڅ ګټه یې نه ورته رسېږي.

دا ډول احساساتي پرېکړې تل بد عواقب له ځانه سره لري.

ب. د ډېکټاټوري واکمنیو له لوري ځپنه

ځینې وخت دا ډول خوځښتونه د ډېکټاټوري واکمنیو له لوري په کلک ډول سره ټکول کېږي، پر هغوی فشار راوړل کېږي، چې له مبارزې څخه لاس واخلي؛ په بېلابېل ډول ځورول کېږي؛ زندانونو ته اچول کېږي، حتیٰ د کورنۍ غړي یې ځورول کېږي، ترور کېږي او تر دې ستره خبره دا، چې کله کله په جمعي ډول باندې ځورول کېږي؛ ښه مثال یې په ۱۹۴۸م کال کې پر خدایي خدمتګار خوځښت باندې ډله‌ییز برید و، چې تر زرو زیات خدایي خدمتګاران په‌کې ووژل شو. دا ستونزه لا هم روانه ده؛ په همدا اوس وختونو کې په پښتون‌خوا کې د پي‌ټي‌اېم ډېر غړي وځورول شول او ترور شول.

. . . خو په پراخه کچه باندې دومره سترې پېښې نه‌شته، چې دا ډول ډلې دې ډېرې وځورل شي؛ ځکه چې د نړۍوالو ټولنو په شتون کې حکومتونه د پراخې کچې له خشونت څخه وېره لري او جرأت یې نه‌لري.

ج. د سختو شرایطو پر وړاندې د «عدم تشدد» ساتل

د «عدم تشدد» د مبارزې په دوران کې کله کله داسې وخت هم راځي، چې د مقابلې ډلې له لوري د عدم تشدد مبارزین له بېلابېلو ځورونو سره مخامخېږي، باید دوی صبر او زغم ولري؛ (کظمِ عیض) د عدم تشدد د مبارز یوه ستره ځانګړنه ده.

کله کله داسې پېښې هم رامنځ‌ته کېږي، چې خشونت په دومره کچه وي، چې د عدم تشدد ځینې مبارزین له خپلو مشرانو هیله کوي، چې باید دغو پېښو ته په خشونت باندې ځواب وویل شي؛ خو هغوی بیا هم خپلو اصولو او نړۍوالو بشري پرنسپونو ته ژمن پاتې کېږي او له عدم تشدد څخه کار اخلي.

پي‌ټي‌اېم له خپل پیل راهیسې بیا تر اوسه پورې ډېرې ښې او معقولې پرېکړې کړې دي، یوه دا چې هېڅ‌کله یې د خشونت ځواب پر خشونت باندې نه‌دی ورکړی، بله ښه پرېکړه یې دا ده، چې هېڅ‌کله یې په کوم سیاسي ګوند کې ګډون نه‌دی کړی؛ تل د یوه حق غوښتونکي بهیر او خوځښت په ډول باندې پاتې شوی دی.

د. ورو؛ خو اوږدمهاله پرمختګ

دا ناشونې او غیرطبیعي ده، چې په یوه سیاسي بدلانه دې د ټولنې ټولې ستونزې حل شي او ژر دې پرمختګ وشي، دا یوه معجزه ده او معجزې پای ته رسېدلې دي.

طبیعي ده، ورو ورو به شرایط ښه کېږي، وګړي به رابیدارېږي، د خلکو د شعور کچه به لوړېږي، ورو ورو به یې حقوق تأمنېږي او اقتصادي وده به رامنځ‌ته کېږي.

یو انقلاب بل انقلاب ته لاره هواروي او دا د تاریخ په اوږدو کې موږ په ځلونو ځلونو لیدلي او تجربه کړي دي.

د ورو پرمختګ یوه ځانګړنه دا هم کېدی شي، چې اوږدمهاله وي.

پایله

په پایله کې دا ویلی شو، چې د «عدم تشدد» خوځښتونه هم اخلاقي او فلسفي بنسټ لري، هم له اقتصادي، حقوقي او قانوني نظریاتو له لوري د ملاتړ او مشروعیت وړ ده.

له ټولو بشري غوښتنو، حقوقو ډکټورینو سره جوړه مبارزه ده او په تدریجي ډول باندې د وګړو د وضعیت په ښه کولو کې مرسته کولی شي.

د عدم تشدد په فلسفه کې د ټولنې د طبقې هر وګړی ګډون کولی شي او د هر چا حقوق په‌کې خوندي دي؛ دا ډول مبارزې له ځانه سره ویر، درد او غم نه راوړي؛ بلکې هدف یې هم د مبارزې په دوران کې او هم تر مبارزې وروسته بریا کې د وګړو خوښي او رضایت دی.

د لا ډېرو معلوماتو له‌پاره دا ماخذونه وګورئ

 Philosophical References

-Johnson, R. (2021). Kant’s moral philosophy. In E. N. Zalta (Ed.), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2021 Edition). Retrieved from https://plato.stanford.edu/archives/win2021/entries/kant-moral/

-Crisp, R. (2021). Well-being. In E. N. Zalta (Ed.), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2021 Edition). Retrieved from https://plato.stanford.edu/archives/win2021/entries/utilitarianism/

-Hursthouse, R., & Pettigrove, G. (2018). Virtue ethics. In E. N. Zalta (Ed.), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2018 Edition). Retrieved from https://plato.stanford.edu/archives/fall2018/entries/ethics-virtue/

 Historical and Contemporary Examples

-Rittenberg, S. (2018). The Khudai Khidmatgar: Nonviolent soldiers of Islam. Journal of South Asian Studies. Retrieved from https://www.jstor.org/stable/

-Hardiman, D. (2011). Gandhi’s nonviolent resistance. In The Oxford Handbook of the History of Nationalism. Retrieved from https://www.oxfordhandbooks.com/

-Carson, C. (2011). Martin Luther King, Jr.: Charismatic leadership in a mass struggle. In The Oxford Handbook of African American Citizenship, 1865-Present. Retrieved from https://www.oxfordhandbooks.com/

-Mahsud, S. (2018). The rise of Pashtun Tahafuz Movement in Pakistan: A voice for the voiceless. South Asian Voices. Retrieved from https://southasianvoices.org/rise-pashtun-tahafuz-movement-pakistan-voice-voiceless/

 Additional Themes

-Sachedina, A. (2006). Islam and the challenge of democratic pluralism. Islamic Studies. Retrieved from https://www.jstor.org/stable/

-Sharp, G. (2013). From dictatorship to democracy. Albert Einstein Institution. Retrieved from https://www.nonviolenceinternational.net/

-Moghadam, V. (2005). Gender and social movements: Overlapping interests and networks. United Nations Research Institute for Social Development. Retrieved from http://www.unrisd.org/

 How Non-Violence Helps Security, Peace, Stability, and Economic Development

-Ackerman, P., & Duvall, J. (2000). A force more powerful: A century of nonviolent conflict. International Center on Nonviolent Conflict. Retrieved from https://www.nonviolent-conflict.org/

-Schock, K. (2003). Nonviolent action and its misconceptions: Insights for social scientists. PS: Political Science and Politics, 36(4), 705-712. Retrieved from https://www.cambridge.org/

-Chenoweth, E., & Stephan, M. J. (2011). Why civil resistance works: The strategic logic of nonviolent conflict. International Security, 33(1), 7-44. Retrieved from https://www.mitpressjournals.org/

-Garry, T. (2019). The economic impacts of peaceful protests. World Bank Blog. Retrieved from https://blogs.worldbank.org/

 Importance of Non-Violence

-International Center on Nonviolent Conflict. (n.d.). Why nonviolence? Retrieved from https://www.nonviolent-conflict.org/why-nonviolence/

-The Peace and Conflict Studies Institute. (n.d.). The case for nonviolence. Retrieved from http://pacs.ehess.fr/

Views: 62

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi