د کرکټ نړۍوالې شورا یو ورځنیو لوبو نړۍواله درجهبندۍ کې راشدخان د توپاچونې برخه کې دویم ځای خپل کړ.
د کرکټ نړۍوالې شورا نن پر خپله فېسبوکپاڼه د یو ورځنیو لوبو نړۍواله درجهبندي خپره کړې ده.
په دې درجهبندي کې د توپاچونې برخه کې راشدخان د ۶۶۸ نومرو په ترلاسه کولو سره دویم ځای خپل کړی دی.
دغه راز د توپاچونې په دې تازه درجهبندۍ کې د سوېلي افریقا لوبغاړی مهاراجا لومړی، هندي توپاچوونکی کولدیپ یادو درېیم مقام ترلاسه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د نړۍوالې شورا په درجهبندۍ کې د توپوهونکو په نوملړ کې رحمنالله ګربز ۸ مقام ترلاسه کړی و.
Views: 15