نړۍ کې هېوادونه تر خپل منځ اړیکې د خپلو ملي ګټو خوندیتوب په چوکاټ کې پالي؛ ډېر هېوادونه که څه هم له خپلو ګاونډیانو سره عقدهيي او کړکېچنې اړیکې لري خو سره له دې هم خپلې ګټې ورته مهمې دي.
پاکستان له افغانستان، هند او ایران سره خپل بهرنی سیاست له دښمنۍ په ډک وضعیت کې تعقیبوي، دغه راز ایران له خپلو عرب ګاونډیانو سره کړکېچن روابط پالي، منځنۍ اسیا کې تاجکستان او ازبکستان له یوه او بل سره ښکر په ښکر دي او ترکمنستان په دې منځ کې ځان له ټولو یو څه ګوښی نیولی او فکر کوي دغه سیاست یې په ګټه دی.
افغانستان له څه باندې سل کاله راهیسې له ټولو ګاونډیانو سره سړې او تودې اړیکې لرلي او پاللي دي؛ د ۱۹مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې له انګرېزانو او بریتانوي هند سره په دښمنۍ کې ښکېل و؛ ډېر کله به یې بهرنی سیاست د هغوی تر اغېز لاندې پر مخ وړل کېده، د پاکستان له جوړېدو وروسته له اسلاماباد سره پر لانجه واوښت، په سوېل کې بیا ایران تل د اوبو پر سر د افغانستان سیاست ننګولی او د خپل نفوذ پراخېدو هڅه یې کړې ده.
دغه راز، په شمال کې شوروي څو لسیزې د دوستۍ په جامه کې افغانستان ته پټ غاښونه چیچل او بالاخره یې خپله اصلي څېره ښکاره او د ترسره کړي برید په پایله کې یې افغانستان د لسیزو لسیزو لپاره وران او بهرنۍ اړیکې یې ورته کاواکه کړې.
د شوروي د استعمار پر مهال د کابل اړیکې له مسکو سره تودې او لوېدیځ بلاک په دښمنۍ کې ورسره ولاړ و، خو د شوروي له ماتې وروسته ټولو یوازې پرېښود او له دې موکې په استفادې ګاونډیانو خپلې تباهکونکې لوبې په کې پیل کړې؛ کوڅه په کوڅه یې افغانان سره وجنګول.
د افغانستان د معاصرې ډیپلوماسۍ پر دغه چپټر ډېر کم تحقیقات شوي او ډېر څه په کې نه لیدل کېږي؛ ځکه چې د منځنۍ اسیا درېیو ګاونډیانو تازه خپلواکي ترلاسه کړې وه او په خپلو غمونو کې ډوب وو او تهران او اسلاماباد په کابل کې خپله بزکشي کوله.
د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د طالبانو په راتلو سره افغانستان په بشپړ ډول منزوي و؛ ځکه د هماغه مهال پر رسمیت پېژندل شوي دولت (برهانالدین رباني تر ریاست لاندې) ته پنځه سلنه جغرافیه ور پاتې وه او کومه ډله چې پر ۹۵ سلنه جغرافیه حاکمه وه، له پاکستان، سعودي او عرب اماراتو پرته نورو پر رسیمت نه و پېژندلی، په کور دننه جګړه وه او یوه ګاونډي یو اړخ او نورو بل اړخ پر رسیمت پېژانده.
له ۲۰۰۱ کال وروسته د امریکا په مشرۍ نړۍوال ایتلاف پر افغانستان برید وکړ، د هغوی د پراخ سیاسي او نظامي نفوذ په شتون کې افغانستان په بېساري ډول له نړۍوالې ټولنې سره اړیکې جوړې کړې او خپله بهرنۍ پالیسي یې د ګاونډیانو، سیمې او نړۍ لپاره اعلان کړه.
سره له دې چې د شلو کلونو لپاره د افغانستان په بهرنیو سیاسي اړیکو کې له ګاونډیانو سره راشه درشه د یوه موډرن اساسي قانون په چوکاټ کې روښانه شوې وه، خو له سوېلي او لوېدیځ ګاونډيانو سره په کې ډېرې سړې او تودې ولیدل شوې، خو شمالي ګاونډیان تر ډېره محتاط وو او د جمهوریت تر دویمې نیمايي وروسته یې له کابل سره اړیکې تودې کړې چې تر ننه پالل کېږي.
اصلي پوښتنه دا ده چې افغانستان په کومه دوره کې له ګاونډیانو سره پیاوړې سیاسي باثباته اړیکې پاللې؟ د پاکستان پر وړاندې د افغانستان بهرنی سیاست څه دول و؟ او د ایران او منځنۍ اسیا پر وړاندې افغانستان څه ډول ډیپلوماسي غوره کړې وه او ده؟
پر دغو موضوعاتو مو له ډاکټر عبدالغفور لېوال سره بحث کړی چې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې په ایران کې د افغانستان سفیر او له هغه مخکې په افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو مرستیال او د افغانستان د سیمهییزو مطالعاتو مرکز مشر و.
Views: 5