د فوټبال فدراسیون وایي چې ایرانی میثم اشتیانی یې د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې لپاره د درېیو میاشتو لپاره د روزنکي په توګه وګوماره.
په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس محمدیوسف کارګر وویل چې د ساحلي فوټبال ملي لوبډله په نږدې راتلونکي کې سیالۍ لري؛ ځکه یاد فدراسیون وغوښتل چې دغه روزنکی وټاکي.
هغه زیاته کړه، له دغه ایراني روزنکي سره نن قرارداد لاسلیک شو او د روان زېږدیز کال تر پایه به د فوټبال ساحلي لوبډلې روزنکی وي.
کارګر وویل، له ستونزو سره سره دوی هڅه کوي چې خپل ټول کارونه له نړۍوالو معیارونو سره برابر کړي.
نوموړی وایي چې د یاد روزونکي مالي لګښت فیفا ورکوي.
په یادو مراسمو کې ایراني روزونکي میثم اشتیاني وویل، خوښ دی چې د دویم ځل لپاره د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې روزنکی ټاکل کېږي.
د هغه په خبره چې د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله ډېر ښه لوبغاړي لري.
نوموړي زیاته کړه چې د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي د فزیکي جوړښت له اړخه ښه قوي دي، خو د تاکتیک او تخنیک برخه کې یو څه ستونزې لري چې په دې برخه کې به کار ورسره وکړي.
هغه زیاته کړه، که له افغان لوبډلې سره کار وشي د دې وړتیا لري چې په نړۍوالو لوبو کې ښه وځلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې دغه ایرانی روزونکی په تېر ۲۰۱۹ کال کې هم د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې روزونکی پاتې شوی و.
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په نږدې راتلونکي کې به د فوټبال ملي لوبډلې لپاره هم نوی روزونکی وټاکل شي.
Views: 7