د امریکا د سویل – ختیځ په پراخو سیمو کې د «هلن» توپان له امله چې د سختو سېلابونو راوتلو لامل هم شوی، لږ تر لږه ۴۳ کسان مړه شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې دې طبیعي پېښې په سیمه کې د برېښنا پایې هم اغېزمنې کړې دي او د څه باندې څلور میلیون کورونو او کاروبارونو برېښنا قطع شوې ده.
د یاد توپان له امله په بندرونو کې ډېرې کښتۍ تخریب شوې، موټرونه ډوب شوي او سړکونو له اوبو ډک دي.
ورته مهال، د هلن سخت ورښتونه هم په ډېرو سیمو کې د سېلابونو راوتلو لامل شوي او اوروژونکي او پولیس په اغېزمنو ایالتونو کې په اوبو کې د زرګونو کسانو د ژغورلو لپاره عملیات ترسره کوي.
ورته مهال، د امریکا په شمالي فلوریډا، جورجیا او د کارولینا په دوو شمالي او جنوبي ایالتونو کې هم د دوړو او باد په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
Views: 3