د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د صوابۍ سیمې د پولیسو په یوه مرکز کې دننه چاودنه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۲۵ نور ټپیان دي.
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په تاڼه «حوزه» کې د برېښنا مزو د شارټۍ له امله چاودنه رامنځه شوې چې یو کس پکې وژل شوی او ۲۵ نور ټپیان دي.
پولیس وايي چې تېره شپه د سپټمبر په ۲۶مه ماسختن مهال لومړی د ښار «تاڼې» برېښنا شارټ شوه چې له امله یې اور ولګېد او بیا د بارودو په ګودام کې چاودنه وشوه.
د صوابۍ سیمې د پولیسو مشر هارون الرشید له پېښې وروسته رسنیو ته ویلي چې په ګودام کې هغه بارود ایښي وو چې پولیسو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ترلاسه کړي وو.
نوموړی وایي، په چاودنه کې د یاد مرکز څلور خونې ویجاړې شوې او د پولیسو موټرونه هم زیانمن شوي دي.
مشال راډیو د یوه پولیس معشوق علي له قوله لیکلي: «له لمانځه وروسته د تاڼې ودانۍ د محرر دفتر ته روان وم چې هلته چاودنه وشوه او په کې زه هم ژوبل شوم.»
هغه زیاته کړې چې ډېرې ټپیان پولیس دي.
Views: 10