د هېواد کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د لومړي ځل لپاره سوېلي افریقا ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ د افغانستان په کوربه‌توب د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه.

د نننې لوبې پچه د سوېلي افریقا لوبډلې وګټله او د افغانستان پر وړاندې یې لومړۍ توپوهنه غوره کړه.

په نن سیالۍ کې افغان توپ اچوونکو ښه توپ اچونه ترسره کړه او د سوېلي افریقا ټوله لوبډله یې په ۳۴م اور کې په ۱۰۶ منډو وسوځوله.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي څلور، الله محمد غضنفر درې او راشد خان د سوېلي افریقا دوه لوبغاړي و سوځول.

په مقال کې افغان لوبډلې ورکړل شوې هدف په ۲۶م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او سوېلي افریقا ته یې د شپږو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې ګلبدین نایب ۳۴، عظمت الله عمرزي ۲۵، حشمت الله شهیدي او ریاض حسن ۱۶- ۱۶ منډې وکړې.

د یادونې ده افغانستان به خپله دویمه لوبه د سپټمبر په ۲۰مه له سوېلي افریقا سره ترسره کړي

Views: 6