احمدسهیل حسن‌زاده، د افغانستان د ازادو مبارزاتو ورزشکار د خپل امریکایي سیال پر وړاندې له بریا وروسته د نړۍ د ازادو مبارزاتو تر ټولو لوی سازمان (یواېف‌سي) ته لار ومونده.

حسن‌زاده تېره شپه یواېف‌سي سازمان ته د لارې پیدا کولو په موخه ‎د امریکا په لاس‌وګاس کې د «دنا وایټ کانټنډر» په شپږمه اونۍ کې د خپل امریکايي سیال ډیلان مانټیلو پر وړاندې سیالي وکړه.

هغه وکولی شو چې خپل سیال ته په درېیم رونډ کې د سبمېشن حرکت له لارې ماته ورکړي.

نوموړی وروسته له سیر بهادرزاده، نصرت حق‌پرست، جاوېد بشارت او فرید بشارت څخه د نړۍ د ازادو مبارزاتو په تر ټولو لوی سازمان کې د افغانستان پنځم رسمي استازی دی.

۲۸ کلن احمدسهیل حسن‌زاده له دې مخکې ۱۴ لوبې کړې دي چې ۱۱ یې ګټلې او درې نورې یې بایللې دي.

Views: 7