له تاریخي اړخه په افغانستان کې د پیاوړي سیاسي ثبات بنسټ د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې امیر عبدالرحمان خان کېښود او وروسته د هغه زوی امیر حبیبالله خان، غازي امان الله خان، نادرخان او محمد ظاهر شاه دغه لړۍ وغځوله او شاوخوا سل کاله یې دوام وکړ.
په دې موده کې افغانستان په سیمه کې د اساسي قانون د مهمو بنسټونو او سیسټمونو خاوند شو چې اوس هم د یوه مډرن دولت او ملت د سیاسي ثبات لپاره اړین اساسات بلل کېږي.
نږدې ټول افغان څېړونکي پر دې باور دي چې د ۱۳۵۷ کال کمونیستي کودتا د افغانستان شاوخوا سل کلن سیاسي ثبات له منځه یووړ او ورپسې جګړو د سیاسي ټیکاو بنسټونه دړې وړې کړل؛ کمونستي او اسلامپالو ډلو د افغان امیرانو او شاهانو په هڅو د رامنځته شوي ثبات ټول لوی او کوچني ابعاد ونړول او هېواد یې په لوی لاس د بېثباتۍ کندې ته وغورځاوه.
له ۲۰۰۲ میلادي کال وروسته یو ځل بیا په هېواد کې د سیاسي ټیکاو رامنځته کېدو په موخه هڅې پیل شوې او افغان ملت په لومړي ځل په سولهییز ډول د واک لېږد تجربه کړ، خو څه موده وروسته دغه هڅې د جګړو له امله ټکنۍ شوې او بالاخره یو ځل بیا جوړ شوی نظام له بېخه ړنګ شو، ملي نښې بدلې شوې او سیاسي ثبات له منځه ولاړ؛ که څه هم اوسنۍ واکمنه ډله د جګړې نه شتون د ثبات په معنا ګڼي خو امنیت او ثبات جلا مفاهیم او تعریفونه لري.
د دې موضوع په اړه مو د افغان – امریکايي پوهنتون له استاد او انټروپولوجیسټ (Anthropologist) عمر شریفي سره مرکه کړې چې پام مو ورته را اړوو.
Views: 2