د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د دغه هېواد له زندانونو د ۲۱ زدهکوونکو په ګډون ۴۴ افغانان خوشې شوي دي.
د پاکستان کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ پرون (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د دې قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې د کراچۍ له بېلابېلو زندانونو د ۲۱ افغان زدهکوونکو په ګډون ۴۴ کسان خوشي شوي او د تورخم له لارې هېواد ته لېږل شوي دي.
د سرچینې په خبره، افغان زندانیان چې ۱۱ کسان له «ملیر» او ۱۲ نور له «بچه جیل» (د ځوانانو برخه) زندانونو خوشي شوي، د قانوني اسناد نه درلودو له امله، سره له دې چې خپل قانوني حبس یې پوره شوی هم و، بندیان وو.
د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري زیاته کړه، د یادو بندیانو د لېږد لګښت هم چې د موټر کرایه، د خوړو لګښت، د زندان د جریمې پیسې او د مدافع وکیل لګښت په کې شامل دي، هم د همدې ادارې له خوا ورکړل شوی دی.
د روان کال د وږي په ۱۹مه هم د پاکستان له زندانونو ۶۶ افغانان خوشي شوي وو.
Views: 2