د نایجریا چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په شماللوېدیځ کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۶۴ کسان نادرک شوي دي.
رویټرز د نایجریا د ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، د دې احتمال شته چې یادو کسانو ژوند له لاسه ورکړی وي.
د یاد راپور له مخې، یوه لرګینه کښتۍ چې ۷۰ بزګر په کې سپاره وو، پرون (د وږي ۲۴مه) کرنیزو ځمکو ته د رسېدو لپاره له سینده د تېرېدو پر مهال «ګومي» ښار ته نږدې ډوبه شوې ده.
یو نایجریایي چارواکي د یادې پېښې په تایید زیاته کړې چې د ژغورنې ډلې د نادرکو کسانو موندلو په هیله خپلې هڅې ډېرې کړې دي.
راپور کې راغلي چې په یاده سیمه کې هر ورځ څه باندې ۹۰۰ بزګران خپلو کرنیزو ځمکو ته د لاسرسي لپاره باید له سینده تېر شي، خو د دې لپاره یوازې دوه کښتۍ دي چې ډېری وخت کسان پرې ډېرېږي.
Views: 2