د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ازبکستان په کوربهتوب نن پیلېږي.
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ نن د وږي په ۲۴مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پیلېږي، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۲۴ لوبډلې برخه لري چې پر شپږو ګروپونو وېشل شوې دي.
د یادو سیالیو په Aګروپ کې د ازبکستان، پاراګوای ، کاستاریکا او هالنډ، په Bګروپ کې د برازیل، ټایلینډ، کرواسيا او کیوبا او په C ګروپ کې ارجنټاین، اوکراین، افغانستان او انګولا لوبډلې شاملې دي.
همدارنګه په D ګروپ کې د اسپانیا، قزاقستان، نیوزیلنډ، لیبیا، پهE ګروپ کې د پرتګال، مراکش، تاجکستان او پاناما، په F ګروپ کې د ایران، فرانسه، ونزوئیلا او ګواتمالا لوبډلې سره لوبېږي.
په دغو سیالیو کې نن د ټایلنډ او کرواسیا، کیوبا او برازیل، هالنډ او ازبکستان، د کارستاریکا او پراګوای لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره کېږي.
دغه راز، د فوټسال نړۍوال جام سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه سبا د وږي په ۲۵مه له انګولا سره ترسره کړي.
د یادونې ده، د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ به د راتلونکې تلې میاشتې تر ۱۵مې پورې د ازبکستان په کوربهتوب دوام ولري.
Views: 2