سیاسي ثبات د خوندي او باور وړ سیاسي او ټولنیزې فضا د شتون، د قوانینو، سیاستونو او ادارې د تداوم او دغه راز د جګړې، شخړو، کودتاوو، بېنظمیو او تهدیدونو د شرایطو نشتوالي په معنا دی.
په افغانستان کې د سیاسي بېثباتۍ تر ټولو ستر عامل د سیاسي او اداري سیسټم انقطاع او د افراطي اسلامي او چپي نظریاتو شتون بلل کېږي؛ په تېره یوه پېړۍ کې افغانستان یوازې څو لسیزې په شاهي دوره کې ثبات درلود خو د سردارمحمد داوود خان د کودتا له امله ورته د پای ټکی کېښودل شو او تر ننه بیا افغانستان سیاسي ثبات ته ونه رسېد.
له یاد بدلون راهیسې د افغانستان د سیاسي ثبات بېړۍ دومره زیانمنه شوې چې په روان سیاسي نړۍوال سمندري توپان کې یې پایښت او منزل ته رسېدل اسانه نه ښکاري؛ هره واکمنه سیاسي ډله پر دې باور وي چې د دوی د سیاسي موډل تطبیق په افغانستان کې د ثبات راتلو لار ده، خو پایله یې بیا برعکس راوتلې ده.
د ثبات په اړه نړۍوالې تجربې پر دوو موډلونو ولاړې دي چې یو بېلګه یې استبداد او دویمه یې د خلکو خوښه او رفاه ده؛ په داسې حال کې چې مستبد رژیمونه د خلکو چوپ ساتل د ثبات په معنا ګڼي خو په حقیقت کې د خطرناکې سیاسي بېثباتۍ اور ته پکه وهي.
دا ځل مو د «ثبات خپرونه» کې د سیاسي ثبات پر ابعادو، اجزاوو او شرایطو د بحث لپاره د نبراسکا پوهنتون کې د افغانستان برخې له څېړونکي شېرجان احمدزي سره مرکه کړې چې پام مو ورته را اړوو.
Views: 4