«بریالۍ څېرې» خپرونه کې مو دا ځل ډاکټر صفا حسني مېلمه دی؛ حسني د جرمني د مورینګین (Moringen) ښار په یو روغتون کې د رواني ناروغیو متخصص دی.
نوموړی د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اوسېدونکی دی، لومړنۍ او ثانوي زدهکړې یې د هجرت پر مهال په خیبر پښتونخوا کې ترسره کړې او د لیسانس کچې زدهکړې یې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د کابل طبي پوهنتون معالجوي څانګه کې سر ته رسولې دي.
حسني تر ۲۰۰۴ کال پورې د کابل په بېلابېلو روغتونونو کې کار کړی، وروسته یې له خپلو دوو نورو همکارانو سره په ګډه لومړی په کابل کې د روږدو رواني درملنې روغتون جوړ کړ او بیا یې په هرات او کندهار ولایتونو کې دوه نور روغتونونه هم رامنځته کړل.
خو په ۲۰۰۷ میلادي کال کې له خپلې کورنۍ سره د چک جمهوریت ته کډوال شو، هلته د ادغام پروسې له تېرولو وروسته پر دې وتوانېد چې د چک هېواد په بېلابېلو روغتونونو کې د ډاکټري مقدسې وظیفې ته دوام ورکړي او چک جمهوریت کی یې دوه کاله (۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې) په چارلس طبی پوهتنون کی د سایکټری تدریس کړی دی.
بالاخره په ۲۰۱۹ کال کې جرمني ته لاړ، اوس د جرمني کسل ښار د خپلې کورنې سره اوسی او د الماني ژبې له زدهکولو وروسته اوس هلته د مورینګین (Moringen) په ښار کې د Fachkrankenhaus für Forensische Psychiatrie und Psychotherapie په رواني روغتون کې کار کوي.
حسني تازه د دې هڅې پیل کړې څو د کابل خاکجبار ولسوالۍ د چکړي او ملنګ سیمو کلینیکونو کې په انلاین بڼه د ناروغانو درملنه وکړي او هغوی ته مشورې ورکړي.
Views: 123