د کاناډا حکومت وایي چې تازه یې ۳۰۹ نور افغان کډوال انتقال کړي، چې ورسره د هغو افغانانو شمیر، چې د ۲۰۲۱ د اګسټ د میاشتې وروسته دغه هیواد ته رسیدلي؛ نږدې ۳۵ زرو تنو ته رسیدلی دی.
د کاناډا د کډوالو، پناه ورکوونې او اوسیدنې د چارو وزیر شان فریزرد په خپل ټویټر پاڼه دغه هېواد ته د ۳۰۹ نویو افغان کډوالو د رسیدلو خبر ورکړی دي.
هغه زیاته کړې، کاناډا ته په تازه رسیدلو افغانانو کې هغه کسان، چې په افغانستان کې یې له اناډايي ځواکونو سره کار کړی و او هم د بشري حقونو فعالان او د هغوی د کورنیو غړي شامل دي.
فریزر لیکلي: “د روان کال ترپایه لږ ترلږه د ۴۰ زره افغانانو د بیا میشت کیدو په اړه زمونږ د ژمنې په لړ کې تراوسه نږدې ۳۵ زره افغان کډوال کاناډا راغلي دي”.
د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکوونې او اوسیدنې د چارو وزیر دا نه دي ویلي، چې ۳۰۹ افغان کډوال یې له کوم هیواد څخه تخلیه کړي دي.
د یادونې وړ ده چې کاناډا په منظم ډول د ځانګړو کرایه شوو الوتکو په واسطه د پاکستان، تاجیکستان او متحده عربي اماراتو څخه افغان کډوال دغه هیواد ته انتقالوي.
کاناډايي چارواکو دوه میاشتې مخکې ویلي و، چې له متحده عربي اماراتو څخه دغه هیواد ته به ۱۰۰۰ افغان کډوال انتقال شي.
Views: 12