افغانستان ولې هر وخت د بې‌ثباتۍ ښکار وي؟

سپتمبر 9, 2024

افغانستان ولې په تېرو سلو کلونو نه دی توانېدلی د ثبات خاوند شي، عوامل یې کوم دي او ولې پام نه دی ورته شوی او یا ولې د ډېرو نورو هېوادونو غوندې د دولت ملت (Nation state) میکانیزم برعکس د قبیلوي نظم پر اساس اداره شوی او اداره کېږي؟

دغه راز، په افغانستان کې د ثبات لپاره سیاست، امنیت او که اقتصاد مهم دي؟

دا ټول مسایل مو د «ثبات» په دې لومړۍ خپرونه کې له دوو مېلمنو جاوېد همدرد او احمدشاه انګار سره څېړلي دي.

احمدشاه انګار د سولې او شخړو مطالعاتو پر څېړنو بوخت دی او په همدې برخه کې یې د ماسټري تر کچې لوړې زده‌کړې کړې دي.

بل هم جاوېد همدرد دی؛ دوه ماسټرۍ لري او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو او امریکا پرمختیايي ادارې په ګډون له یو شمېر مهمو نړۍوالو ادارو سره کار کړی او د جمهوريت پر مهال په ولسمشرۍ ماڼۍ او مالیې وزارت کې سلاکار پاتې شوی دی.

د دې خپرونې موخه دا ده چې له کارپوهانو او تجربه‌لرونکو څېرو سره د نړۍوالو نمونو په پام کې نیولو سره افغانستان ته د ثبات راتلل او په دغه کړکېچن هېواد کې د ثبات پر دوام بحثونه وشي او حل لارې په ګوته شي. هڅه کېږي چې د جګړو له ترخو تجربو د زده‌کړې له لارې د افغانستان د بې‌ثباتۍ لاملونه په ګوته شي.

Views: 5