د افغانستان کرکټ بورډ د نیوزیلېنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د روانې وږي میاشتې په شپږمه د نیوزیلېنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ‌ لوبې د تمریناتي کمپ لپاره شل کسیزه لوبډله اعلان کړې وه چې په هند کې د یادې لوبې لپاره چمتووالی ونیسي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د نیوزیلېنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره نوملړ غوره کړ چې له مخې یې ۱۶ کسیز نوملړ د لوبغاړو د ځلېدو او کارکردګۍ پر بنسټ نهایي شوی دی.

سرچینې ویلي، یو شمېر افغان لوبغاړو له تېرې یوې‌نیمې اونۍ راهیسې د هندوستان په ګریټر نویډا ښار کې تمرینونه ترسره کړل چې په پایله کې یې د لوبډلې له مشر او نورو روزونکو سره له سلا مشورې وروسته دغه ۱۶ کسیز نوملړ غوره او نهایي شو.

په دغه نوملړ کې حشمت‌الله شهیدي لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، عبدالمالک، ریاض حسن، افسرځاځی، اکرام علي‌خېل، بهیرشاه محبوب، شاهدالله کمال، عظمت‌الله عمرزی، شمس‌الرحمن، ضیاالرحمن اکبر، ظاهر خان، قیس احمد، خلیل احمد او نجات مسعود شامل دي.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ یاده ټېسټ لوبه به راتلونکې دوشنبې (د وږي ۱۹مه) د افغانستان په وخت د سهار په نهو بجو پیل شي.

Views: 7