ایرنا راپور ورکړی چې د ایران ولسشمر په روسیه کې د برېکس غړو هېوادو سرمشریزه کې ګډون کوي او د دې ناستې څنډه کې به د دغه هېواد له ولسمشر سره هم لیدنه ولري.
روسیې د ۲۰۲۴ کال د جنوري په لومړۍ نېټه د برېکس ریاست پر غاړه واخیست؛ د برېکس مشرانو ناسته د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې ترسره شوه، ایران د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه له برېکس سره یوځای شوی دی.
ایرنا روسیه کې د ایران د سفیر کاظم جلالي له قوله راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان پخ کازان کې د برېکس مشرانو غونډه کې ګډون کوي او په پام کې لري چې د روسیې له ولسمشر سره هم وویني.
هغه ویلي: «موږ اوس مهال د دغه سفر لپاره چمتو کېږو څو د دوه اړخیزو اړیکو لپاره ګټور او بریالی وي.»
له برازیل، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا هېوادونو پرته چې د برېکس (BRICS) اختصاري نوم هم د همدغو هېوادونو له حرفونو جوړ شوی، نور هېوادونه لکه ایران، سعودي عربستان، مصر، متحده عربي امارات او ایتوپي هم برېکس کې شامل دي.
د راپور له مخې، اوس مهال د نړۍ کابو نیم جمعیت، د خامو نفتو د نړۍوالو تولید څه باندې ۴۰ سلنه او د نړۍوالو صادراتو نږدې ۲۵ سلنه د برېکس ډلې غړو پورې اړوند دي.
Views: 1