د پاکستان په اسلاماباد ښار کې له ۱۶ کلونو وروسته د پولیو یا ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوه چې له دې سره په روان کال کې، پاکستان کې د پولیو پېښو شمېر ۱۷ ته ورسېد.
د امریکا غږ مشال راډیو د خبر له مخې، د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام نن په یوه اعلاميه کې ویلي چې اسلاماباد کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی او له دې سره په پاکستان کې سږ کال، د پولیو پېښو شمېر ۱۷ ته لوړ شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې په اسلاماباد کې د پولیو دا پېښه شاوخوا ۱۶ کاله وروسته ثبت شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پر پولیو اخته دغه ماشوم اته کلن دی او د اسلاماباد په «څلورم يونين کونسل» کې اوسېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر دې مخکې، د اګست په ۲۲مه د سيند په حيدراباد کې شاوخوا دوه نيم کلنه ماشومه پر ګوزڼ اخته شوې وه او د اګست پر ۲۰مه د بلوچستان په خاران سیمه کې یوه ماشومه پر ګوزڼ تر اخته کېدو وروسته مړه شوې وه.
سرچينه ليکي، په اسلاماباد کې د ګوزڼ له تازه پېښې وروسته په پاکستان کې سږ کال تر اوسه د پوليو پېښو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی. تر دې وړاندې په بلوچستان کې د پوليو ۱۲، په سيند کې درې او په پنجاب کې يوه پېښه ثبت شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر ۲۰۲۳ز کال پاکستان کې د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي وو.
Views: 9