د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټریش، جورجټ ګانیون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د سیاسي مرستیالې په توګه ټاکلې ده.

ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې لیکلي چې مېرمن ګانیون څه باندې ۲۸ کاله د سولې، بشري حقونو، بشري مرستو په جګړه‌ځپلو او له جګړې وروسته هېوادونو کې د پرمختګ برخو کې کار کړی دی.

هغه چې د کاناډا اوسېدونکې ده، مخکې له دې یې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ کلونو کې په کابل کې د یوناما د بشري حقونو د مدیرې په توګه کار کړی دی.

ګانیون له ۲۰۲۱ کال راهیسې د لیبیا په چارو کې د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه او دغه راز دغه هېواد ته یې د بشردوستانه چارو د همغږې‌کوونکې په توګه خدمت کړی دی.

د ویلو ده، ګانیون د مارکوس پوتزل ځای‌ناستې شوې چې په وروستیو کې په ایران کې د المان د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

Views: 11