د کاناډا د پېکرینګ په ښاروالۍ کې د افغانستان ملي بیرغ پورته شو

سپتمبر 2, 2024

د کاناډا د ټورنټو ښار ته نږدي د پیکرینګ ښاروالۍ کې د افغانستان ملي بیرغ پورته شو. دا مراسم د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵ مې کلېزې په مناسبت نیول شوي وو، کوربانه یې په پېکرینګ کې د مېشتو افغانانو اتحادیه وه. دغه راز د پېکرېنګ ښار د ښاروال په ګډون ګڼ شمېر افغانانو په کې ګډون کړی وو.

لمړۍ برخه د ویناوو لپاره ځانګړې شوې وه چې د پېکرېنګ ښاروال هم وینا وکړه او د افغانستان د خپلواکۍ د ګلېزي مبارکې یې وړاندي کړه. دویمه برخه کې د ښاروال په حضور کې افغانستان ملي بیرغ د پېکرېنګ ښاروالۍ مخته د کاناډا د بیرغ ترڅنګ پورته شو.

Views: 8