د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له ګواتیمالا سره ترسره کوي.

د فوټسال ملي لوبډله نن دوشنبې د افغانستان په وخت د ماسپښین په دوو بجو د کانټیننټال سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه له ګواتمالا سره ترسره کوي.

دغه سیالۍ د وږي میاشتې په لسمه د ټایلینډ په کوربه‌توب پیل شوې چې د همدې میاشتې تر ۱۶مې پورې به دوام ولري.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ټایلینډ، ګواتمالا، کویټ او نیوزیلنډ لوبډلې برخه لري.

دغه راز، د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د فوټسال ملي لوبډلې ټول لګښت دغه فدراسیون ورکوي، څو د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې کېدونکي نړۍوال جام لپاره ښه چمتووالی ونیسي.

Views: 7