د ننګرهار سوداګرۍ خونه وايي، خيبر پښتونخوا کې د ځايي قومي خلکو د اعتراض له امله له تېرې شاوخوا يوې اونۍ راهیسې د تورخم – پېښور لویه لاره تړل شوې او د افغان سوداګرو شاوخوا ۲۰۰۰ بار لارې بندې پاتې دي.
دوی غوښتنه کوي چې افغان حکومت او په اسلاماباد کې دې افغان سفارت د دې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت چارواکي هم وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره یې هلې ځلې پيل کړې خو تر اوسه يې کومه نتيجه نه ده ورکړې.
د خيبر پښتونخوا د تيرا سيمې اوسېدونکو او قومي مشرانو په خپله سيمه کې د پوځي عملیاتو بندېدو په غبرګون کې د تورخم – پېښور لویه لاره له شاوخوا لسو ورځو راهيسې په جمرود سيمه کې تړلې ده.
دوی په لومړي سر کې ترانزيټ او ترانسپورټ دواړو ته اجازه نه ورکوله؛ خو اوس يوازې د ترانزيټ پر مخ لار تړل شوې او د افغان سوداګرو شاوخوا دوه زره لارۍ چې سوداګريز توکي، په ځانګړې توګه تازه مېوې او سبزي په کې بار دي، حرکت ته شپې ورځې شمېري.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړي او ځايي سوداګر زلمي اعظيمي وويل، له تېرو شاوخوا لسو ورځو راهيسې د خيبر پښتونخوا په جمرود سيمه کې قومي مشرانو د اعتراض په توګه د تورخم – پېښور لویه لاره تړلې چې له امله يې د افغان سوداګرو بار سلګونه لارۍ بندې پاتې دي.
دی وايي: «لومړيو ورځو کې چې په کومو لاريو کې سبزي او مېوه بار وو، هغه خو ټول خراب شول، اوس هم په ځينو موټرو کې دوايانې (درمل) بار دي چې دا هم د خرابېدو سره مخ دي.»
دی وايي، پر دې سربېره د موټرو درېدو له امله سوداګرو ته هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ زره ډالر د ډېټنشن له لارې هم زيان رسېږي.
ډېټنشن هغه ټکس دی چې لوی شرکتونه يې له سوداګرو د کانټینرونو د ګټې اخیستو لپاره اخلي.
حاجي قسیمالله حلیمزی چې له افغانستانه پاکستان ته د پيازو سوداګري کوي، وايي، څو لارۍ پیاز يې هلته بند پاتې دي چې ډېره برخه یې خراب شوي دي.
نوموړی له حکومته غواړي چې د دې لارې د خلاصون لپاره هلې ځلې وکړي او ژر تر ژر باید دا لاره خلاصه شي.
بلخوا، په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، د دې ستونزې د حل لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.
ياد سفارت پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې په جمرود سیمه کې د يو شمېر محدودو خلکو له لوري لاره بنده شوې چې دا مهال دوه زره لارۍ له تورخمه پېښور ته پر لاره يادو خلکو درولې دي او افغان سوداګرو ته يې ميليونونه ډالر زيان اړولی دی.
دغه راز، په اسلاماباد کې افغان سفير مولوي سرداراحمد شکېب د بيبيسي له پښتو څانګې سره په مرکه کې منلې چې د دوی خبرو اترو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې خو هڅو ته دوام ورکوي.
خو په سیمه کې يوه احتجاجکوونکي حاجي انور تيراوال ځايي رسنيو ته ويلي، دوی به دا احتجاج تر هغه دوامداره ساتي چې د پاکستان پوځ يې غوښتنه نه وي منلې او په سيمه کې يې عملیات پای ته نه وي رسولي.
پاکستان پوځ په تيرا سيمه کې د وسلهوالو ځپلو په موخه له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې عملیات پيل کړي چې له امله یې د سيمې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او ګڼې کورنۍ په جمرود سيمه کې مېشتې شوې دي.
Views: 7