دا سړی خو داسې نه و، هاشم خان لوګري د کتابچو ډېرې سپینې ورکې تورې کړي، دهٔ زده کړې لرلې… د ښوونځي استاد و،… دی چې د خټګر او دهقان زوی و، هغه کسب یې هم کاوهٔ. پهٔ توره شپه بهٔ ووت، لمر بهٔ چې ختلو، بېرته بهٔ د *یوې لهٔ غویي سره رارسېدلی و. د هاشم پهٔ لوګر کې لویه کلا ده، همغه کلا چې دهٔ پهٔ ګوښي ځان جوړه کړې، دهٔ چې کلا جوړوله پهٔ خپله بهٔ یې خټه جوړه کړه، بیا بهٔ یې څپک، څپک خېږوله دېوال یې پرې جوړاوهٔ… دنګ، دنګ دېوالونه… همغه کلا چې اوس هم وېنې؛ ددهٔ د همت کیسې کوي. هاشم خپله وايي چې کابل ته تللی وم، چا بهٔ ولیدم ویل بهٔ یې: « اي پالوان است. » وايي : « مرغهٔ مې نېوهٔ، مرغهٔ… هوايي مرغهٔ مې نېوهٔ. یوه مرکه کې وايي: « د ماسپښین پیتاوي ته بهٔ مې دوه کېلو مالټې خوړې. »
هاشم نه پوښتنه کوي: کله ورک سوی یې؟
ـ د څهٔ شي ورک؟ دلته قووې راغلې وې، ټول وطن یې نېولی و، خړو ټاـ نګو.نو ورک نه کړم…
کله چې رـ و.س راغلی و، هاشم د خپل وخت یو یاد او زړور قوـ مندان و، دی د اویا کسانو سر لښکر و. پهٔ سترګو کې یې یو جنون و، هغه جنون چې خدای د ډېرو کمو بنده ګانو پهٔ سترګو کې ایښی.
هاشم د ژوند سړی و، ددهٔ زړهٔ کې عجیبه جذبه وه. د هغو نجونو چې یارۍ ته زړهٔ کېدهٔ، د هاشم پهٔ ځوانۍ کې یې دا ټپې نه شوه کولای:
کلي کې یو لېونی نسته
چې د سینې روپۍ مې ګډې وډې کړینه
کلي کې یو لېونی نسته
سپینې پایڅې مې پهٔ پونډو خولې لګوینه
خو…
هاشم د مینې څکه وکړه. د مینې داسې څکه ده چې ددهٔ همزولي پښتو سندرمار « بخت امیر » کړې وه. بیا بهٔ چې چا د مینې پهٔ باب تر وپوښتل دهٔ بهٔ ویل:
عاشقي مه کوئ عالمه
یو کال مې وکړه لېونی وګرځېدمه
د هاشم عجیب نصیب و، داسې تور نصیب چې ددهٔ د معشوقې لهٔ کالهٔ سره ددوی بدي شوه. هاشم کهٔ نور ډېر شیندلی سړی و، هرڅهٔ یې ویل، خو د مینې راز یې پټ ساتلی و، د عطایي صاحب پهٔ دې نیم بیتۍ سم و چې: « عشق مقام د خوددارۍ دی، دلته اه هم رسوايي ده. » هاشم خپل اه وساتلو، پهٔ اوښکو پسې بهٔ یې د سترګو دروازې وربندې کړې، چېغې یې مرۍ کې ګنډه کړې،… ځیګروی یې پهٔ زړهٔ کې غلی کړ. یوه پټه او ګمنامه مینه یې وکړه. هیچا ته یې ونه ویل.
د دهٔ ورارهٔ وايي: بدي دارو احوال ورسره اخیستی و، څې راسه جلکۍ درکوو. دی څې ورغلی د ګهیځ چای کې یې څهٔ پرې خوړلي وو، چې کور ته راغی، مور ته یې ویل: « ادې کمپلې راکه، ددونیا ټول ساړهٔ پهٔ ما ننوتی ده. » هو، د هاشم هوش همدومره و. هاشم د سر سړی و، خو پښتنو کې:
زهٔ یې بس د مړي او ژوندي لهٔ کاره ویستم
مخکې داسې نه وم عاشقي لهٔ کاره ویستم
تکې سپینې خولې دې لېونی او صحرايي کړمه
تکو تورو سترګو دې بیخي لهٔ کاره ویستم
بسمل
دی لهٔ زړهٔ مجبور و، د بدي دارو پهٔ غولي کېناست:
کهٔ لېونی زړهٔ صبرېدلی
د پښو علاج مې پهٔ تېره توره کاونه
هاشم، د مینې پهٔ نوم داسې ټک وخوړ چې د تمام جهان د خندا شو، د هاشم غوندې یو زورور، کلک، او د ښکلی ځوان د عشق خوشباورۍ مات کړ.
چې مې دا ستا سترګې لیدلي
څهٔ لېونی ومه څهٔ نور لېونی شومه
یاري دې نه وه چل بازي وه
یاري زما ده چې اوس روغ لېونی یمه
دهٔ د ګل وږمې پر زړهٔ ورېدې، اغزي یې نه لیدل، لمنه یې سورۍ، سورۍ راوړه.
پهٔ اغزو باندې ګرېوان راټولومه
راته پېښه شوه د ګل لهٔ نزدیکته
اباسین
شیری لالا ترې د مینې پوښتنه کوي دی وايي: « مینه، مینې ته چا پرې نه ښودم. پهٔ زوره مې ترې جګه وله، خدای.راستي… مجلس کې بهٔ ناسته وه، ترې جګوله مې. لهٔ بدماشه مې سر ایستهٔ اچاوهٔ. »
هاشم لېونی شو، څهٔ لېونی شو خو… د زړهٔ پټې خبرې یې وکړې، کهٔ پاچا ناست و، کهٔ ملنګ ددهٔ لهجه خپله وه. دهٔ چې پخوا لیدل، خانان کرار ناست دي، او غریبان لوبوي بیا یې د وخت پاچا ته وویل: « دا عسکرو ته دې ولې پتلونونه ور اغوستي، خو ځئ کنهٔ کورو ته. » دا هم ددهٔ خبره ده: « یوه پمنه وزه ټوله رمه خرابوي. »
د دهٔ کـ.نځاوو ته خلکو خاندل؟ خو هیچا نه پوښت چې ولې یې کوي، چاته یې کوي؟ استاد لاروي هاشم لوګري ته نظم لیکلی و، یو بند یې داسې و:
ليونيه! له ښکن.ځلو دې قربان شم
په ښکن.ځلو کې دې زر کتابه زور دی
ستا دا ژوند او ستا د حال داسې بيان نو
دې ذليلو انسانانو ته پېغور دی
پر وطن اور بلېدهٔ، ددې اور یو بڅرکی هاشم ته هم ور ورسېد. لاس یې ترې وخوړ… دی د همغې صحنې کیسه کوي: « دې د تورو چشمو بچ کړم. دوی ویلې څې ولا سړی مړ ده. یما خو سترګې نه ښکارېدې. یو مې څنګ ته پروت و، وايي: هاشم اکا! لګېدلي یو،… ورته کتل مې سترګې یې راوختې. زر مې مخ ترېنه واړوهٔ، وډار سوم. لږ وروسته مې لیدهٔ میداني کې یې اچولی و، ساه ترې ختلې وه. »
د محبت لېوني چا و..ژلي
د آشنا هسې حوصله ښه نه ده
صابر
دلته خو ډ..ز، دلته ټو..پک د هر سبق ژبه ده
دا د الفت لېوني چاته کتابونه سپړي
سایل
وطن کې دې لېوني هم خپله برخه اور وخوړ. لهٔ دې پېښې وروسته هاشم ته یو کس د علاج لهٔ پاره ورغلی، وايي ډاکټر ته ځو. د هاشم پهٔ دې دونیا بې باوري ګوره ورته وايي : « مړهٔ مو نکې خدای راستي… » هغه کس ورته وايي: « دوا درکوي. » بیا لهٔ خندا شین شي وايي: « لرې، دوا لهٔ خدای سره ده، دا پوډري دواوې…» کله چې یې معاینه خلاصیږي، ډاکټر وايي: « لاس یې کوږ دی، د جوړېدو لهٔ امکانه وتی. » هاشم ته دا خبره پهٔ بله بڼه رسیږي چې: « ډاکټر وایې ښهٔ کېږې. » هاشم ته زړهٔ غږیږي، چې دا خبره اوري؛ سر خوروي: « ورک که، غوښه یې خوړلې، رګونه یې سوزلي، لکه اغه شین فصل نهٔ یي، څې وې رېبې. »
هاشم ساده باده سړی د شېري لالا سره مرکه کې وايي: « ارمان ده څې غوا وای، سخت غوړي بهٔ مې درنې خوړلي وو، موټر څهٔ شی ده؟ خپلې پخې مو موټر دي، ارمان د غواوو راځي… » دی د ماضي ارمان اخیستی، وايي: « دا اوس څهٔ یارانې دي یارانې خو پخوا وې پهٔ توپ نه ړنګېدې. »
بیا وايي: « دونیا غوړو پسې ګرځي، اغه یو هاشم و څې ښهٔ سړی و. »
د هاشم خبرې د خندا ترشاه ژورې هم دي. څوک ترې پوښتنه کوي:
ـ هاشمه لندن ته ځې؟
ـ وووو! ولې نه ځم
ـ هلته خو بهٔ ږیره ام خریې؟
ـ هههه څې یو وار لهٔ دې خاورې ور واوړو اتي لوڅ لغړ ګرځو.
دې مکالمې ته هم یوازې خندا وشوه. خو سیوری یې چا ونه لید، څوک پوی نه شول چې اوس پښتنه حیا لهٔ سترګو تللې، موږ فقط خپل ماحول نېولي یو، بل ځای لوڅ ګرځېدل راته ویاړ دی.
بل وار بیا، څوک را روان دی. خالته یې ډکه کړې. هاشم ته وايي: کتابچې دي، پهٔ وړو یې ویشم. هاشم ورته وايي: « مه راوړه، مه راوړه، رایې نه وړې، مه وېشه…» وروسته چې کېني خبره پوره کوي، چې ولې کتابچې ماشومانو ته نه غواړي: « د سړک سر ته ختلی وم. یو سړي کـ.نځا وکړه. لهٔ موټره یې وکړه. ما ام ورته وکړه. وه سړیه، نه مې پېزنې نه مې اییزنې… قرضه دې ده راباندې؟ څې کنـ.نځا کیې؟»
بیا وايي: « دی ګوره کتابچې راوړي. »
لکه هاشم چې ددې وولس اینده سنجولی وي، او پوهیږي چې سپینو کاغذونو کې بهٔ دوی څهٔ ولیکي؟
د هاشم ورارهٔ وايي: لهٔ هاشمه چې هرڅوک پوښتنه وکړي، څهٔ غواړې؟ دی ورته وايي:
ـ خلک مې دې نه پهٔ عذابوي…
هاشم، لهٔ خپلو پرهرونو فریاد کوي، اور یې اخیستی او خلک ترې هغه د مهران خبره:
لږ را معطل شه، دا سګرټ بلوم
مهرانه بیا دې پهٔ څهٔ اور اخیستی
یو بله صحنه داسې ده، دهٔ سره څوک مخیږي، موبایل راوباسي، چاته زنګ وهي، هاشم ته یې ورکوي. هاشم د چای غوړپونه کوي، لهٔ موبایله غږونه راوځي « هاشمه دووسه، د خرهٔ ګولۍ درباندې خورم… د سره د سړي زوی نه یې… » هاشم سر ړچوي، اه د دې لېوني د ذات دننه شور مجلس نه حسوي. لهٔ خولې یې ستوې ستوې ک.نځاوې وځي… وروسته وايي: « زوبل یم، لاس مې شل ده. پهٔ لاره نسم تلی، زهٔ بیخي لهٔ غږېدا لوېدلی یم وه خلکو… دا څوک ده، اي د دهٔ خور و مور…»
خلک بیا پهٔ خټ، خټ خاندي. دوی کنځا ته وخندل خو لهٔ کنځا مخکې خبرې یې نه واورېدې.
بل ځل څوک موبایل ورکوي، هاشم بیخي تېز ورته وايي:
ـ وروره! څوک یې چرته یې؟
ـ وچ پهٔ تورخم ولاړ یم.
ـ هملته ټینګ ودرېږه! څې کور ته را نه سې.
هو، هاشم لهٔ انسانه ویریږي. دی چاته وايي : « داسې جای ته تللي وای څې نه سوره راتلی، نهٔ پیاده… »
بس د هاشم ژوند، لکه د لېوني خوب همداسې ګډ وډ تېر شو. دا دی ږیره یې سپینه کړه. او اویا کالونو ته ورسېد؛ نور لهٔ خپل لېونتوب هم ستړی دی. اه! خدایه، زما یې هغه خبره نه هیریږي چې وايي: « جزبات مې وسوزېدل. » ددهٔ سره پخوا قلم او سپینې ورقې وې، اوس یې سپینې پارچې جیب کې وي خو نه یې پېژني، ژبه، ژبه چرس پرې واچوي، کاغذ تاو تاو کړي خولې ته یې ونیسي، تورې لوخړې جګې شي. ددهٔ اوس هم همغه تکیه کلام ده: « دا ډېر بلا خلک دي. » یو وخت بهٔ یې ویل: « مڼه ده هر سړی یې پهٔ خپل نصیب خوري. » او کله، کله خو لاسونو ته ټک ورکړي، وخاندي بیا وايي: « الحمدالله، الحمدالله… مړۍ نسته رزق تمام ده. »
دهٔ هرڅهٔ وویل، هرڅهٔ…
مینې دې داسې لیونی کړم
روغه کیسه وي رانه ګډه وډه شینه
دهٔ تمام عمر ګډې وډې وویلې، خو هیڅوک بهٔ ورسره حساب ونه کړي، دی بهٔ خپل حساب غواړي، دا د خدای بختور بنده، د بهلول مروت شعر دی:
حساب کوه د هوښیارانو توانګرو سره
لېوني توان ستا د ذرې، ذرې حساب نهٔ لري
وروستۍ ویډیو یې ده. دهٔ سره خندا ختمه ده، هغه لېونۍ کیسې نهٔ شي کولای، پهٔ نا امیدۍ وايي: « هسې ورځ ده تېروو یې، زړهٔ مې سوزي، یوه لوېست وینه پې امبار پرته ده. » ددهٔ داسې تسلیت هم نشته چې:
زهٔ چې لېونی شم بیابان شې راته تهٔ
روغ چې شم تڼۍ مې د ګرېوان شې راته تهٔ
کاروان
کله مې چې ددهٔ وروستۍ تڼاکې خبرې واورېدې، زما پهٔ زړهٔ ورته دا ټپه وګرځېده:
چې لېونی شوې حال دې ووې
روغو بهٔ کله چاته ویل د زړهٔ حالونه
Views: 29