تاشکند کې د امریکا سفیر ویلي، له افغانستانه ازبکستان ته لېږدول شوې الوتکې او چورلکې به په هغه هېواد کې پاتې کېږي او په دې اړه له ازبکستان سره رسمي تړون شوی.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري مياشتې د تحول پر مهال د افغانستان هوايي ځواک ځينو پيلوټانو ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ چورلکې ازبکستان ته ولېږدولې.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې په تاشکند کې د امریکا سفیر جوناټن هېنک ویلي چې دغه الوتکې او چورلکې به په ازبکستان کې پاتې کېږي او دا تړون رسمي شوی دی.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې امریکا او ازبکستان دا مهال د یوه ګډ پروګرام پر پلي کولو بوخت دي.

هېنک زیاته کړې: «دغه الوتکې هيڅکله د افغانستان نه وې، بلکې د امریکا وې، افغان پوځ کارولې، خو څښتنان یې تل موږ وو.»

 

د طالبانو دفاع وزارت د هېنک څرګندونو ته په غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې  په ازبکستان کې د افغانستان اړوند الوتکو او چورلکو برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، د ملي دفاع وزارت په ښکاره ویلي چې د امریکا متحده ایالات د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.

په اعلامیه کې راغلي: «د ازبکستان له حکومته هیله کېږي چې په دې برخه کې له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي، د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره عاقلانه تصمیم ونیسي او د افغانستان هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.»

Views: 3