ټورنټو مېشتو افغانانو د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ کالیزه ونمانځله، په غونډه کې د هېواد د خپلواکۍ پر ارزښت او اهمیت خبرې وشوې. ویناوالو د غازي امان الله خان د مبارزو او خدمتونو یاد تازه کړ او هغه یې د افغانانو د ازادۍ او خپلواکۍ اتل وباله.
په دې غونډه کې شاعرانو خپل شعرونه ولوستل چې د هېواد د ملي تاریخ، ویاړونو او غمیزو انځورونه یې په کې بیان کړل. په زړه پورې ملي ترانې چې د غازي امان الله خان د ویاړونو یادونه په کې شوې وه، ګډونوالو په خورا مینه او احترام سره بدرګه کولې.
په وروستیو شیبو کې، د هېواد هنرمندانو په ملي او محلي موسیقۍ سره د خپلواکۍ جشن لا پسې رنګین کړ او د ګډونوالو خوښۍ، اتڼونو او د ملي سندرو سره د هغوی مینه په دې غونډه کې یو ځانګړی رنګ درلود.
په ټورنټو کې مېشتو افغانانو وښوده چې د هېواد سره مینه او د ملي ویاړونو یادونه یې نه ده کمزورې شوې او هر کال به دا ورځ په همداسې شور او ولولو سره نمانځي.
Views: 12