د وصال ټلوېزیون په دغه راپور کې د جهانزېب دلاور – چې اووه میاشتې مخکې له ننګرهاره کاناډا ته راغلی و او دلته یې د ذهني فشار او ژور خفګان له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ- د تکفین او تدفین پر مراسمو تمرکز شوی دی.
په کاناډا کې د مذهبي ازادۍ له امله افغانان هم بېلابېلې ځانګړې ټولنې، جوماتونه او د نورو مذهبي او کلتوري پروګرامونو لپاره ځانګړې ځایونه لري؛ افغانان د نورو مذهبي مراسمو ترڅنګ د خپلو مړو د تدفین، تکفین او جنازې مراسمو لپاره هم ځانګړي ځایونه او هدیرې لري.
جهانزېب دلاور ځان له یوې لوړپوړیزې ودانۍ څخه وغورځاوه چې په پایله کې یې د خپل ژوند څراغ مړ کړ.
دا پېښه نه یوازې د هغه کورنۍ ته ستره غمیزه وه، بلکې د بهر میشتو افغانانو لپاره هم یوه له غم ډکه پېښه وه.
د وصال تلویزیون خبریال د جهانزېب د جنازې مراسمو ته ورغلی او په دغو مراسمو کې د هغه خپلوانو، دوستانو او په ټورنتو کې مېشتو افغانانو په ګډه د نوموړي پر مرګ ژور خفګان څرګند کړ.
د نوموړي خپلوانو او دوستانو په خپلو خبرو کې د هغه د ژوند وروستۍ ورځې یادې کړې.
د دوی په وینا، جهانزېب په دې وروستیو کې له ذهني فشار او ژور خفګان سره مخ و خو هېڅوک په دې پوه نه شول چې دا ستونزه دې دومره جدي وي چې د هغه د مرګ لامل دې وګرځي.
په ټورنتو کې مېشتو افغانانو د جهانزېب دلاور له کورنۍ د مالي او معنوي ملاتړ برخه کې هېڅ ډول هڅه و نه سپموله.
د افغانانو په مالي ملاتړ د جهانزېب مړی افغانستان او خپلې پلرنۍ سېمې ته را ولېږدول شو.
دغه راپور کې موږ تاسو ته د دې په اړه هم معلومات درکوو چې په بهرنیو هېوادونو کې د وفات شوو کسانو د جنازې او نورو مراسمو په اړه څه ډول قوانین او کړنلارې شتون لري.
په کاناډا کې د جنازې مراسم له ځانګړو مقرراتو او اصولو سره سم ترسره کېږي.
په ډېری مواردو کې، دا مراسم د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي او د مړي د انتقال پروسه هم له قوانینو او مقرراتو سره سم پر مخ وړل کېږي.
بشپړ مراسم د وصال تلویزیون په یوتیوب چینل کې کتلی شئ.
Views: 11