د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې د نجونو او ښځو د زدهکړو په اړه د علماوو څېړنې دوام لري، که څېړنو کې ثابته شوه چې جایزې دي، جواز به پيدا کړي او که نه همداسې به معطل پاتې شي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د نجونو د تعلیم په اړه د خبریالانو د پوښتونو په ځواب کې وویل: «د اناثو د تعلیم د مسئله خو تکراري، تکراري راځي، ما يې یو اجمالي ځواب وکړ چې د دې سوال هم تر امر ثاني پورې معطل دی.»
هغه وویل: «اصلي خبره دا ده چې په داسې اوقاتو کې چې کله دا د ښځو ورځ راشي، بیا نو دا ټول یو حشر جوړ کړي دا زموږ مخالفین؛ نو بیخي درجې ته د فرضیت یې ورسوي چې د اناثو تعلیم فرض دی او دا یو غټ ظلم د افغانستان پر خلکو باندې بولي. اوله مسئله خو دا ده چې هر څوک دې له ځانه په دې مسایلو کې مفتي نه جوړوي او هر څوک د دې جواز او حل فیصلې نه ورکوي، اسلامي نظام ولس ته دا ثابته کړې ده چې په هر ډګر چې حکم دوی راوړی دی د شریعت مطابق دی، د اسلام مطابق دی، پر خلکو یې ظلم نه دی کړی؛ د اناثو د تحصیل په اړه هم چې کوم دريځ لري، ملت ته څه وايي، تاسې په دې باور وکړئ چې دا به هغه څه وي چې د اسلام سره په ټکر کې نه وي، د افغانستان د عنعنې سره به په ټکر کې نه وي او پر مسلمانانو باندې ظلم نه وي.»
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وزیر زیاته کړه: «خو دا مسئله ډېره حساسه مسئله ده، مختلف ابعاد لري، په دې کې داسې عاجل تصمیم نیول چې دا په میاشتو او هفتو کې سرته ورسېږي، دا ممکنه نه ده او دا هم په ډاګه نه شو درته ویلی چې خامخا به دا سل په سل کې یقیني کېږي چې په دغه ورځ به د تحصیل اجازه ورکول کېږي؛ په دې اړه تحقیق د علماو جریان لري که د علماوو په تحقیقاتو کې دا ثابته شوه چې د اناثو تحصیل په دې شکل باندې جایز دی، دا باور دی چې هغه به جواز پيدا کوي او که تحقیقات دا وو چې دا دې معطل وي همداسې معطل به پاتې شي.»
هغه وویل: «که د حنفي فقهې په رڼا کې یو څوک پيدا شي، د عامې ميډیا ضرورت یې نشته، وزارت ته دې راشي زموږ سره دې دا مسئله شریکه کړي چې په دغه کتاب کې، په دغه کتاب کې د تحصیل په دغه شکل اجازه شته، زه باور لرم چې دا مسئله به حلېږي، خو یو خو د ميډیا پر مخ باندې خبري دي، عام روایات او عام ایتونه چې هغه په نورو مواردو کې راغلي دي او بیا د اناثو پر تعلیم د هغو تطبیق دی، پر دې باندې مسئله نه حلېږي.»
Views: 17